لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دنقیب مسید د وژنې یوازینی عیني شاهد هم بې درکه کړل شوی،دپلټنو افسر


کراچۍ کې دپولیسو په لاس د وژل شوي پښتون زلمي نقیب الله مسید د وژنې د دوسیې پلټنې کوونکي افسر دسندهـ ایالتي محکمې ته ویلي چې راؤ انوار اؤ په دغه وژنه کې تورن دهغه نور ملګري ډير ناترسه،چالاکه اؤ طاقتور افسران پاتې شوي اؤ هغوئ د نقیب د وژنې دپېښې یوازینی عیني شاهد هم لا درکه کړی دی.

تیره ورځ د سندهـ په ایالتي محکمه کې د نقیب مسید د وژنې دوسیه کې دپخواني ایس ایس پي‌ راؤ انوار اؤ نورو د ضمانتونو د منسوخولو دپاره د ورکړل شوې عریضې اوریدنه شوې ده .

دملیر په پخواني ایس ایس پي راؤ انوار اؤ دهغه د ډلې په نورو پولیسو تور دی چې تیرکال دجنورۍ میاشت کې یې نقیب مسید په یوه جعلي مقابله کې وژلی اؤ بیا یې هغه د ترهګر په توګه یاد کړی ؤ.

دنقیب مسید پلار دخپل زوئ د وژنې مقدمه د راؤ انوار په ضد درج کړې اؤ هغه دسندهـ پولیسو نیولی ؤ خو محکمې بیا په ضمانت خوشې کړی دی.

د راؤ انوار اؤ دهغه د ملګرو دضمانتونو منسوخولو دعریضې اوریدنې په مهال په پلټنو بوخت افسر ډاکټر رضوان احمدخان محکمې ته ویلي چې د نقیب الله د وژنې د پېښې یوازینی عیني شاهد لا درکه کړل شوی دی.

هغه ویلي راؤ انوار اؤ دهغه ملګري دومره طاقتور، رسیدلي،چالاکه اؤ ناترسه دي دي چې عیني شاهد یې د وړاندې څخه له خپل بیان اړولی ؤ اؤ اوس یې هغه په بشپړ ډول لا درکه کړی دی.

دپلټنو افسر محکمه کې اندېښنه ښکاره کړې ده چې که د راؤ انوار اؤ دهغه دملګروضمانتونه منسوخ نکړل شول نه ټول ګواهان به له خپلو بیانونو واوړي اؤ ددې ترڅنګ دغه تورن کسان ګواهان ګواښلی اؤ خپلو بیانونو بدلولو ته اړ ویستلی شي.

دغه افسر محکمې ته ویلي چې په غوره ډیجیټل شهادتونو دنقیب په وژنه تورن کسان سزا موندلی شي باید محکمه دهغوئ د ضمانتونو منسوخولو په هکله مناسب امر وکړي .

دجنوبي وزیرستان سره تعلق لرونکې ۲۷کلن نقیب الله تیرکال په ۱۳م جنورۍ کراچۍ کې دپولیسو په یوه جعلي مقابله کې وژل شوی وؤ چې وروستو په پلټنو کې ددغه وژنې مسولیت په راؤ انوار اؤ دهغه د ډلې په نورو پولیسو اچول شوی ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG