ګل پاڼه یوازې دپښتو ښه سندرغاړې نه ده بلکې دهغې ښکلا اؤ لوړو زده کړو هم دهغې دډيرو مینه والو پام هغې ته ګرځولی اؤ زیاتره مهال په سوشل میډیا دهغې په اړوند په وړو،وړو خبرو دبحثونو لویې،لویې لړۍ دوام ومومي.
خو اوس چې ګل پاڼې په ټولنیزه رسنۍ فیس بک یو پوسټ کې لیکلي “فروري د مینې میاشت ده اؤ اتمه فروري یوه ځانګړې ورځ “ نو دهغې زیاتره مینه وال په دې شش وپنج کې دي چې اتمه فروري باندې به داسې څه شوي وي چې دګل پاڼې دپاره ځانګړې ورځ ده؟
ګل پاڼې یوازې اتمه فروري دځان دپاره ځانګړې ورځ نه ده بللې بلکې دغه ورځې ته یې مینې سره د تړون ورکولو په غرض د زړه یو عکس هم پخپل پوسټ کې خپور کړی چې دهغې نه دګل پاڼې زیاتره مینه وال اندازه لګوي چې ګنې په اتمه فرورۍ ګل پاڼې خپل زړه چاله ورکړی دی.
خو وائس اف امریکه ډيوه چې کله ددغه پوسټ په اړوند دګل پاڼې سره اړیکه ونیوله اؤ له هغې یې وپوښتل اتمه فروري ولې تاسې دپاره ځانګړې ورځ ده ایا د ژوند ملګری مو خوښ کړو که تر شا یې بل علت دی؟
ګل پاڼې په خندا کې وویل” د ژوند ملګری به هم یوه ورځ خوښ شي، خو دغه پوسټ دژوند دملګري په اړوند نه دی”
هغې د اتمې فرورۍ په اړوند شوې پوښتنې ته اخوا دیخوا ځوابونه خو وویل خو واضحه یې نکړه چې دغه ورځ ورته ولې ځانګړی ارزښت لري؟
باید وویل شي تیرکال سندرغاړې ګل پاڼې پخپله یوه مرکه کې ویلي وؤ چې که نصیب یې شوی ؤ نو هغه دیو کال یا دوؤ کالو په موده کې اراده لري چې واده وکړي خو هغې دا نه ده واضحه کړې چې واده له چا سره کوي؟
امریکه غږ ډیوه سره خبرو کې ګل پاڼې ویلي “دهغې ژوند ته لا دهغې دخوبونو شهزاده نه دی ورغلی اؤ که کله یې په ژوند کې داسې څوک پیدا شو نو هیڅکله به یې له خپلو مینه والو پټ ونه ساتي”
هغه وایي واده به د یو داسې چا سره کوي چې انسانیت وي پکې
دګل پاڼې په وینا “نورې خبرې وړې دي ، ما دپاره مهم شی انسانیت دی”
هغه وایي واده دپاره به د زلمي انتخاب پخپله خوښه کوي خو دمور پلار خوښه به یې هم پکې شامله وي،
دپيښور سره تعلق لرونکې ۲۶ کلنې ګل پاڼې دپيښور پوهنتون څخه په سوشیالوجي کې دماسټرۍ ډګري ترلاسه کړې، اوس ایم فل کوي اؤ وایي چې وړاندې د پي ایچ ډي کولو اراده هم لري.
هغه دا مهال په پښتنو هنرمندانو کې په سندرو تر ټولو زیاتې پیسې اخستونکې هنرمنده ګڼل کیږي اؤ په سوشل میډیا یې دمینه والو شمیر هم دنورو ټولو پښتنو هنرمندانو څخه زیات دی.