لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:د سولې ملي مشورتي جرګه جوړېږي


دافغانستان ولسمشر د سولې عالي شورا د دارالانشا رئیس محمدعمر داودزي ته لارښوونه کړې ده چې د روان کال د کب میاشتې په پای کې دې د هېواد دټولو څانګو په موجودیت کې ملي مشورتي جرګه جوړه کړي.

دافغانستان دصدارتي ماڼۍ دبیان له مخه پرون(دوشنه)د سولې دملي مشورتي لومړۍ غونډې ته خپله وینا کې ښاغلي اشرف غني ویلي دملي مشورې په دغه جرګه کې به د سولې پر پروسې د نه معاملې وړ پر ارزښتونو بحث وشي،

ښاغلي غني د ملي مشورې دجرګې جوړولو دا لارښوونه په داسې حال کې کړې چې دافغانستان دسولې دخبرو دپاره دامریکا ځانکړی استازی هم تیره ورځ دسیمې د هیوادونو په ۱۸ ورځني سفر وتلی اؤ‌ ټاکل شوې ده،په کابل کې به دافغان دولتي چارواکو سره هم وویني.

په دې وروستیو کې چې طالبانو اؤ امریکا دسولې په خبرو کې دپرمختګونو دعوې کړي افغان حکومتي چارواکي دغو خبرو نه ددولت په بهر پاتې کیدلو خفه دي اؤ وایي دسولې دخبرو مشري باید دافغانانو په لاس کې وي.

د ولسمشر غني په وینا "دا د جرګو او مشورو وطن دی او موږ په مشورو مخته ځو، ترڅو د سولې په اړه ملي مشورتي جرګې ته ورسېږو"

هغه وویل نن د سولې په اړه واحد، واضح او جامع نظر وجود لري اؤ که باعزته سوله غواړو، د دولت او ملت ترمنځ باید واټن نه وي.

اشرف غني تر دې دمخه هم پرله پسې پخپلو وینا ګانو کې په دې خبره ټینګار کړی چې طالبانو سره سوله باید د پردې تر شا نه وي هر څه دې د ولس مخې ته په روڼ ډول پراته وي.

خو طالبان د افغان دولت سره مخ په مخ خبرو ته کښېناستلو نه انکار کوي اؤ وایي دغني حکومت دفیصلو واک نه لري ځکه خو غواړي نیغ په نیغه امریکا سره دسولې خبرې پرمخ یوسي.

دولسمشر وینا وه د ملي ارزښتونو او لاسته راوړنو په یاد ساتل د سولې پروسې په سرخط کې قرار لري او د افغان ښځو د حقونو ساتنه زموږ لپاره ارزښتمنه ده.

دصدارتي ماڼۍ بیان کې ویل شوي په دغه مهال دغونډې نورو وینا والو ویلي تجربو ښودلې چې موقت حکومتونه نتیجه نه ورکوي،

هغوئ دریځ خپل کړی چې د ټاکنو په کمېسیونونو کې د اصلاحاتو په رامنځته کولو سره د شفافو او عادلانه ټاکنو ترسره کول او د ټاکنو په قوانینو کې بدلون کولای شي د نظام د دوام ضمانت ورکړي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG