لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کرمې بيرته ستانه شوؤ کډوالو ته لس کروړه روپۍ مرستې ورکولی شي


د قبايلي سيمو دپاره د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې (اېف ډي اېم ای) ويلي د کرمې بيرته ستانه شوؤ کډوالو ته لس کروړه روپۍ مرستې ورکولی شي.

د اېف ډی اېم ای د خبرپاڼې ترمخه دا لس کروړه روپۍ به د ۲۵ زره روپو په حساب څلور زره کورنيو ته ورکولی شي.

ويل شوي دغه روپۍ به د بېنک د ای ټي اېم مشين د لارې ورکول کيږي او روپۍ د موبايل ټيليفون يوې کمپنۍ ته ورکړی شوي دي.

اېف ډي اېم ای ويلي دا روپۍ به هغو بيرته ستانه شوؤ کډوالو کورنيو ته ورکول کيږي کومې چې په کال ۲۰۱۵م کې بيرته تللي دي.

د اېف ډي اېم ای ویاند ا حسان داوړ وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل، دا وخت هم د قبايلي ضلعو د ۱۵ زرو نه لږې ډېرې کورنۍ د کډوالۍ ژوند کوي.

هغه وويل په دغو کډوالو کې زياتې کورنۍ د شمالي وزيرستان دي کوم خلک چې د ضرب عضب عملياتو په مهال کډه شوي وو.

په شمالي وزيرستان کې د کال ۲۰۱۴م په نيمايۍ کې پوځ د تندلارو پرضد د ضرب عضب په نوم عمليات کړي د کوم له امله چې د سيمې څخه د یو لاک نه زياتې کورنۍ کډه شوې وې.

د داوړ په وېنا د ۱۵ زره کورنيو نه علاوه نزدې د پينځه زره پورې کورنۍ په افغانستان کې د کډوالۍ ژوند کوي.

هغه وویل افغانستان ته د ۳۰زره پورې کورنۍ کډه شوې وې. هغه وويل دا وخت چې کوم خلک کډوال دي په هغو کې د زياترو تعلق د شمالي وزيرستان د دته خېل او شوال سيمو سره دی.

د شمالي وزيرستان کډوال د بنو په بکاخېل کېمپ يا د خېبرپښتونخوا په نورو برخو کې د خپلو خپلوانو يا د کرايۍ په کورونو کې په ژوند کولو مجبوره دي.

داوړ وايي په ۱۵ زره کډوالو کورنيو کې نزدې پينځه يا شپږ سوه کورنۍ د خېبر ضلعې سره تعلق لري.

د پاکستان حکومت او پوځ وايي نه يواځې شمالي وزيرستان بلکې ټولې قبايلي ضلعې يې د تندلارو څخه پاکې کړي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG