لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قبايلي ضلعو پارليماني غړو د پښتون ژغورنې غورځنګ سره د خبرو دپاره واک غوښتی


د قبايلي ضلعو نه د قامي اسمبلۍ او سېنېټ غړو غوښتنه کړې چې دوي ته دې واک ورکړی شي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) سره خبرې وکړي.

نن د نهې، سه شنبې په ورځ پېښور کې د ګورنر په ماڼۍ کې د ګورنر شاه فرمان په مشرۍ د وزیراعلی خېبرپښتونخوا محمود خان او قبايلي ضلعو د قامي اسمبلۍ غړو او سېنېټرانو غونډه شوې ده.

د وزيراعلی په مشرۍ د قبايلي ضلعو د مسلو هوارولو دپاره يوه کمېټي جوړه شوې او ويل شوي دا کميټي به د سيمې د مسلو هوارولو دپاره سپارښتنې کوي.

د خېبر ضلعې نه د قامي اسمبلۍ غړی اقبال افريدی وايي دوي په غونډه کې د پي ټي اېم سره د خبرو دپاره د واک غوښتنه وکړه.

رسنيو سره په خبرو کې هغه وويل دوي غوښتنه وکړه چې د قبايلي ضلعو غړو ته دې واک ورکړی شي چې د پي ټي اېم سره خبرې وکړي او که د دوي کومې جايزې غوښتنې وي چې هغه ورله هوارې کړي.

هغه زياته کړه دوي غواړي چې پي ټي اېم راولي او خبرو ته يې کښېنوي.

خو په ياده کې ناسته کې د شمالي او جنوبي وزيرستان د قامي اسمبلۍ غړو محسن داوړ او علي وزير ګډون نه دی کړی.

د شمالي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي او د پي ټي اېم مخکښ مشر محسن داوړ وي او ای ډیوه سره په خبرو کې وويل، دوي دغه غونډې ته نه ؤ بلل شوي.

د پي ټي اېم سره د خبرو په اړوند هغه وويل که دغه کميټي کولی شي چې د پي ټي اېم غوښتنې د واکمنو قوتونو سره شريکې کړي نو دوي هر وخت خبرو ته تيار دي.

هغه وويل دوي وړاندې هم د خبرو څخه انکار نه دی کړی او د دوي سره وړاندې هم داسې خبرې شوي خو هاغو خلکو واک اختیار نه لرلو او هغه خبرې بيا بې د کومې نتيجې ختمې شوې.

داوړ زياته کړه اوس هم دوي خبرو ته تيار دي خو د هغو خلکو سره، چې واک اختيار لري او د دوي غوښتنې په عملي توګه منلی شي.

د پي ټي اېم چې يو کال پوره شو، ياد غورځنګ تېر کال اسلام اباد ته د پينځه غوښتنو دپاره لاريون کړی او احتجاجي پرلت يې وهلی ؤ.

د پي ټي اېم پينځه غوښتنې.

١ـ د نقيب الله مسید قاتل دې ونیول شي او محاکمه دې کړی شي
٢ـ د عدالتونو د فیصلو بغیر دې ادارې وژنې بندې کړي
٣ ـ بې درکه کړی شوي کسان دې عدالتونو ته وړاندې کړی شي
۴ ـ په قبايلي سيمه کې دې د بدو پېښو رامنځته کېدو وروسته ګرځبندیز (کرفیو) نه لګول کیږي
٥ ـ په قبایلي سيمو کې دې ځمکني ښخ کړي بمونه (ماینونه) صفا کړی شي

د هغه وخت د مسلم ليګ ن حکومت پي ټي اېم ته د غوښتنو منلو باور ورکړی او له هغې وروسته دا احتجاجي پرلت ځنډول شوی ؤ.

ياد احتجاجي پرلت ته د پښتنو د ملت پاله مشرانو سره د پاکستان د زیاتره سياسي ګوندونو مشران ورغلي وو.

د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل اصف غفور په وروستیو کې ويلي ؤ، دا د عدم تشدد په لار روان تحریک دی او دوي خواهش لري چې د پي ټي اېم مشرتابه د خپلو خلکو د ګټې دپاره د حکومت سره خبرې وکړي. هغه د يو شخصي ټي وي سره په مرکه کې دا خبره کړې وه.

خو له دې وړاندې د دسمبر په مياشت کې ښاغلي غفور ويلي ؤ، چې د پي ټي اېم درې غوښتنې وې، د ماینونو پاکول، د چیک پوسټونو کمول او د بې درکو خلکو موندل، چې وایي ځینې پوره شوي او پر ځینو کار روان دی.

خو نوموړي ويلي ؤ اوس دا تحریک په داسې خوا روان دی چې که تر "سرې کرښې" تېر شي نو پوځ به یې په ضد له زوره کار واخلي.

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرتابه وايي د پاکستان په ائين او چوکاټ کې غوښتنې لري خو د دوي د غوښتنو منلو په ځای د دوي پرضد زور کارول کيږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG