دپاکستان دخیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان اؤ دبلوچستان په مستونګ سیمو کې دبمي چاودنو له امله څلور عسکر اؤ یو عام وګړی ژوبل شوي دي.
دچهارشنبې په ورځ پاکستاني رسنیو ویلي چې د بلوچستان دمستونګ سیمې په شیخ واصل سیمه کې امنیتي عسکر په ګزمه بوخت وؤ چې نامعلومو وسله والو پرې دلاسي بم برید وکړو.
سرچینې وایي په دغه برید کې څلور عسکر ژوبل شوي چې د علاج دپاره د کوټې روغتون ته رسول شوي اؤ دغلته یې حالت له خطرې بهر ښودل کیږي.
تر اوسه ددې برید ذمه واري کومې ډلې په غاړه نه ده اخستې اؤ له چاودنې وروسته په ګڼ شمیر کې امنیتي ځواکونه دپېښې ځائ ته رسیدلي اؤ دلټونې عملیات یې پیل کړي.
په عین حال کې دافغانستان دپولې سره پیوست دخیبر پښتونخوا دشمالي وزیرستان په دته خیل سیمه کې هم د مائن یوه چاودنه شوې چې پکې یو ولسي وګړی ژوبل شوی دی.
تر دې چاودنو یوه ورځ وړاندې د پښتونخوا په ډيره اسماعیل خان سیمه کې د پولیسو په یو ګاډي د وسله والو برید کې د یو افسر په شمول پینځه پولیس وژل شوي وؤ.
په خیبر پښتونخوا اؤ بلوچستان ایالتونو کې تر دې وړاندې هم وخت په وخت په پولیسو اؤ پوځيانو ورته بمي چاودنې اؤ ځانمرګي بریدونه شوي چې پکې په سلګونو عسکر وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.
په امنیتي ځواکونو د کیدونکو دغسې زیاتره بریدونو ذمه واري دپاکستاني طالبانو تحریک پغاړه اخلي.