لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاړکانه: د باجوړ سره تعلق لرونکي درې خواريکښ په ډزو وژل شوي


د سيند صوبې په لاړکانه سيمه کې د قبايلي ضلعې باجوړ سره تعلق لرونکي درې خواريکښ د نامالومو کسانو په ډزو وژل شوي دي.

د لاړکانې ضلعې پوليس مشر (اېس اېس پي) مسعود بنګش وي او ای ډیوه سره په خبرو کې د يادې پېښې پخلی وکړو.

هغه وويل نن د شورو، چهارشنبې په سهار دا پېښه د نوډېرو پولیس تاڼې په علاقه کې رامنځته شوې دا درې واړه کسان په يوه چينګچي رکشه کې روان ؤ او نامالومو موټر سايکل سورو وسله والو پرې ډزې کړي دي.

هغه وويل دوه کسان په ځای وژل شوي او بل په روغتون کې ژوند د لاسه ورکړی دی.

د مسعود بنګش په وېنا دوي پلټنې پېل کړي چې د پېښې علت مالوم کړي.

پوليس افسر وويل دا نه ده مالومه چې ډزې غلو کړي يا د دغو کسانو په خپل مينځ کې لېن دېن ؤ، د دې لا پخلی نه دی شوی.

د نوډېرو تاڼې د پوليس په وېنا د وژل شوؤ کسانو پېژندګلو د وحيدګل، رئيس خان او عارف ګل په نومونو شوې اود باجوړ ضلعې د خار تحصيل سره يې تعلق دی.

د تاڼې مرستيال محرر زبېر وي او ای ډیوه سره په خبرو کې وويل، دې کسانو لوښي خرڅول سهار په رکشه کې روان ؤ او ډزې پرې شوي دي.

پوليس وايي بريد کوونکي د موقعې څخه په تېښته کې بريالي شوي دي.

لاړکانه د کراچۍ نه نزدې ۴۵۰ کلوميټره لرې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG