لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دپي ایس ایل دڅلورم پړاؤ سیالۍ نن پیل کیږي


دپاکستان غوره لیګ د څلورم پړاؤ دکرکټ سیالۍ نن په رسمي توګه متحده عرب اماراتو کې پیل کیږي چې لمړۍ لوبه به پکې د پي‌ ایس ایل دجام په لاس کې د لرونکې لوبډلې اسلام اباد یونائیټیډ اؤ لاهور قلندرز ترمینځه کیږي.

ددغو سیالیو دکتلو دپاره د پېښور زلمي لوبډلې په ملاتړ دژوند دبیلابیلو څانګو سره تعلق لرونکي ګڼ شمیر پښتانه شخصیات هم متحده عرب اماراتو ته رسیدلي دي.

دپاکستان غوره لیګ په څلورم پړاؤ کې به ټولې۳۴ سیالۍ کیږي چې په دې کې به دفائنل په ګډون اته سیالۍ په پاکستان اؤ ۲۶ نورې په دوبۍ،ابوظهبي، اؤ شارجه کې کولی شي.

ټاکل شوې په پاکستان کې به د پي ایس ایل فائنل اؤ څلور نورې سیالۍ د کراچۍ په نیشنل لوبغالي اؤ درې نورې سیالۍ د لاهور په قذافي لوبغالي کې ترسره کیږي .

په ووبۍ کې به نن ددغو سیالیو پرانسته د زړه پورې مراسمو په ترڅ کې کولی شي اؤ دپاکستان اؤ ځینو نورو هیوادونو سندرغاړي، فلمي ستوري اؤ فنکاران به په دغو مراسمو کې دخپل فن مظاهره کوي.

د پښتو وتلې سندرغاړې ګل پاڼه چې په دې سیالیو کې د پېښور زلمي برانډ ایمبیسډره ده وائس اف امریکا ډیوه سره یې خبرو کې ویلي چې هغه به هم دغه سیالۍ له نزدې څخه ګوري اؤ متحده عرب اماراتو کې به پخپلو سندرو اؤ خبرو دکرکټ مینه وال د پښتون لوبډلې ملاتړ ته تشویقوي.

ګل پاڼې اؤ‌سندرغاړې زیک اپریدي د پاکستان غوره لیګ سیالیو کې دپېښور زلمي لوبډلې په ملاتړ یوه نوې ترانه هم ریکارډ کړې ده چې ددغو سیالیو په موقعه به د کرکټ میدان کې دکرکټ مینه والو ته اورولی شي.

ددې ترڅنګ به انګلش بینډ اؤ امریکایي هنرمند ریپر پټبل هم نن د پرانستې دستوره کې دخپل هنر ښودنه کوي.

XS
SM
MD
LG