لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سيند صوبه کې د باجوړ وژل شوي خواريکښ نن خاورو ته وسپارل شو، په باجوړ کې احتجاج دوام لري


د سيند صوبې په لاړکانه سيمه کې د باجوړ ضلعې د وژل شوؤ خواريکښو جنازې نن د جمعې په ورځ شوي اوخاورو ته سپارل شوي دي، خو ورسره په باجوړ کې د دغو وژنو پرضد په درېمه ورځ احتجاج هم دوام لري.

د سيند صوبې په لاړکانه سيمه کې د شورو، چهارشنبې په سهار د باجوړ درې خواريکښ نامالومو وسله والو په ډزو وژلي وو.

د باجوړ د ځوانانو د جرګې غړی نثار باز تور لګوي چې د خواريکښو جسدونه په سيند صوبه کې وروسته کړی شوي او د سيند صوبايي حکومت د دوي سره هيڅ قسمه مرسته نه ده کړې او هغه کسان چې دا جسدونه يې راوړل په سيند صوبه کې ځورول شوي او تر دې چې تابوتونه ورته هم نه دي ورکړی شوي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې باز وويل، دوي د درېو ورځو راهسې په باجوړ کې احتجاج کوي او غوښتنې لري چې د خواريکښو "قاتلان دې ونيول شي او دا دې مالومه کړی شي چې دا خواريکښ چا وژلي په شا يې څه سازش خو نه دی؟ چې د دغه لارې پښتانه او سينديان وجنګول شي يا د دې په شا کوم بل سازش دی هغه دې ښکاره کړی شي".

هغه وويل،"د دې ملک ائين دوي ته دا اجازت ورکوي چې د ملک په هر ځای کې خواري مزدوري وکړي او رياست دوي ته تحفظ ورکړي خو د بده مرغه د پښتنو سره د ۴۰ کالو راهسې ظلم روان دی".

باز وويل "چې پښتانه بيا کله د خپل حق غوښتنه کوي غدار ورته ويل کيږي".

په سيند صوبه کې د پاکستان پيپلز ګوند حکومت دی او د ياد ګوند مشر بلاول بټو زرداري د خواريکښو وژنه په سخته غندلې او صوبايي حکومت ته يې په پېښه کې د ککړو کسانو نيولو ويلي ؤ.

د باجوړ احتجاج ته د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) غړي هم ورغلي او د غورځنګ مخکښې مشرې ثنا اعجاز احتجاجي مظاهرې ته په وېنا کې وويل،

"پښتنو په دې رياست کې کوم داسې جرم کړی چې هغه وژل کیږي که هغه پروفېسر دی، که هغه مزدورکار دی او که زده کوونکی دی".

هغې وويل که "پښتانه بيا د حق اواز پورته کوي جېلونو ته يې ليږي د ارمان لوڼي په څېر يې وژني".

د راپورونو ترمخه د پاکستان پيپلز ګوند مخکښ مشر فرحت الله بابر او د سيند حکومت يو وزير ناصر حسېن شاه پرون باجوړ ته تللي او د وژل شوؤ خواريکښو د کورنيو سره يې ليدلي وو.

ويل شوي ناصر حسېن شاه په باجوړ کې رسنيو سره په خبرو کې ویلي د خواريکښو د وژنې په تور څلور مشکوک کسان نيول شوي دي.

خو د لاړکانې ضلعې د پوليس مشر (اېس اېس پي) مسعود بنګش وي او ای ډیوه ته په لېږلي پېغام کې ويلي په پېښه کې څه پرمختګ نه دی شوی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG