لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند او ایران د وروستیو بریدونو په تړاو په پاکستان کې پر ترهګرو د برید ګواښ کړی


د هند وزیراعظم نریدرا مودي تېره ورځ ویلي، خپلو ځواکونو ته یې بشپړه اجازه ورکړې چې د وروستي ځانمرګي برید د تر سره کوونکو په ضد ګام واخلي. د هندوستان ټایمز ورځپاڼې د خبر له مخې مودي ویلي:

"دا چې کله، څنګه او چېرې باید بریدګر او د هغوی ملاتړي په نخښه کړي دا پرېکړه به هندي پوځ کوي او هغه په دې باندې ښه پوهېږي".

نریندرا مودي د خالي- شنبې په ورځ د هند په مهاراشټرا ایالت کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل، ترهګرې ډلې او د کشمیر د پېښې تر سره کوونکي چې هر ځای پټ وي، هندي ځواکونه به یې را و باسي او سزا به ورکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي، د هند هغو تورونو ته په ځواب کې- چې وایي د کشمیر په وروستي برید کې پاکستانۍ وسلواله ډله جیش محمد لاس لري- ویلي، چې تشدد د پاکستان تګلاره نه ده او حکومت یې له هند سره ښې اړیکې او د سولې غوښتونکی دی.

شاه محمود قرېشي د میونیخ په کانفرنس کې تر ګډون وروسته له رسنیو سره په خبرو کې د هندي چارواکو دې خبرداري ته چې پاکستان به اوس په سفارتي توګه په نړۍ کې یواځې کړي، په ځواب کې ویلي، چې هند به پخپله هڅو کې ناکامه شي، وایي که د پلوامه پېښه په اړه شواهد لري چې پاکستان پکې لاس لري ورسره شریک دې یې کړي.

د هند تر انتظام لاندې کشمیر په پلوامه سیمه کې د پنجشنبې- زیارت په ورځ پر هندي ملېشه ځواکونو له بارودو د ډک موټر په وسیله ځانمرګی برید شوی وو، چې 44 هندي پوځیان پکې وژل شوي او لسګونه نور پکې ټپیان شوي وو، چې ذمه واري یې جیش محمد وسلوالې ډلې پر غاړه اخیستې وه.

رپوټونه وایي د هند هوایي ځواکونو د کشمیر په پلوامه سیمه کې پر خپلو امنیتي ځواکونو تر برید وروسته د پاکستان پولې ته څېرمه په راجستان ریاست کې په پراخه پیمانه فضایي تمرینونه پیل کړي، چې ویل کېږي هر ډول جنګي الوتکې او هیلیکاپټر پکې برخه لري.

بل لور ته د پاکستان لپاره د هند های کمیشنر اجې بساریا د خالي- شنبې په ورځ په ناڅاپي سفر نوي ډیلي ته تللی او له هندي چارواکو سره یې د پلواما د پېښې په نتیجې د دواړو هېوادونو تر منځ د پیدا شوي حالت په اړه سلا مشورې کړې دي.

د امریکې د ملي امنیت سلاکار جان بولټن خپل هندي سیال اجیت ډووال ته ټلیفون کړی او هغه ته یې د هند د دفاع په برخه کې د امریکې د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

ایران هم پاکستان ته خبرداری ورکړی چې په روانه اوونۍ کې د دواړو هېوادونو پولې ته څېرمه پر ایراني سرحدي پوځیانو په برید کې لاس لرونکو ته دې سزا ورکړي که نه وي ایران به پخپله د هوی په ضد عملیات وکړي.

د ایران د سرکاري خبري ایجنسۍ ایرنا د خبر له مخې، د پاسدارانِ انقلاب مشر مېجر جنرل محمد علي جعفري ویلي، که پاکستان خپلې ذمه وارۍ پوره نه کړي، نو ایران حق لري چې پر خپله پوله موجودونو خطرونو ته جواب ووایي.

ایراني پوځي مشر ویلي نړیوال قانون ایران ته د دفاع حق ورکوي، چې په اساس به یې دوی پخپله ترهګرو ته د سزا ورکولو لپاره د هغوی په ضد ګامونه واخلي.

د تېرې چارشنبې- شورو په ورځ د پاکستان پولې ته څېرمه د ایران په سېستان بلوچستان صوبه کې د ایراني سرحدي پوځیانو پر یوه کاروان ځانمرګی برید شوی وو، چې 27 پوځیان پکې وژل شوي وو او ذمه واري یې جیش العدل وسلوالې ډلې پر غاړه اخیستې وه.

ایراني چارواکي تور لګوي چې جیش العدل او په ایران کې نورې جنګېدونکې سني وسلوالې ډلې د پاکستان په بلوچستان کې پناه ځایونه لري، خو پاکستان تل دا تورونه رد کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG