لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه:دپولیسو په ډزو دپښتون ځوان شربت خان په وژنه اسمبلۍ کې تاوده بحثونه شوي


دبلوچستان اسمبلۍ په غونډه کې دپولیسو په لاس د وژل شوي پښتون ځوان شربت خان په وژنه تاوده بحثونه شوي اؤ د ايالت د کورنيو چارو وزير ضيا لانګو ددغې پيښې دپلټنو امر کړی اؤ په دوؤ ورځو کې یې راپور غوښتی دی.
پنځويشت کلن ځوان شربت خان تيره ورځ د کوټې په سيمه اخترآباد کې د پوليسو په ډزو وژل شوی ؤ چې دهغه د وژنې ضد دپاکستان بیلابیلو سیمو کې پښتنو سخت احتجاجونه کړي دي.

د کوټې شالکوټ پوليس تهاڼه د يادې پيښې پخلی کوي او وايي چې شربت خان نومي ځوان هغه وخت وژل شوی چې کله پوليس ورته د موټر د درولو اشاره کړې خو شربت خان د پوليسو د غوښتني باوجود ورته موټر نه ؤ درولی ځکه پولیسو ورباندې ډزې کړي دي.

د پيښې په هکله دخالي په ورځ د بلوچستان په ايالتي اسمبلۍ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړي نصرالله زيري وينا وکړه او وې وويل چي"پوليسو له وژل شوي ځوان څخه دوې ورځې پخوا د رشوت پنځلس زره روپی او د هغه موبائيل هم اخستی ؤ او تيره شپه يې د پيژندګلو باوجود په ډزو وژلی ۔

د نصرالله زيري په وينا پوليسو د وژل شوي ځوان ورور له پيښې وروستو نيولی او پر هغه يې هم تشدد کړی ، او پوليسو د وژل شوي ځوان شربت خان او د هغه د ورور په ضد ايف ۔ اي ۔ ار هم درج کړی.
ښاغلي زيري وويل چي د پوليسو له لوري داسې پېښې هر وخت رامنځ ته کيږي ، خو څوک نه شته چې له پوليسو څخه وپوښتي چي دوی ولې داسې کوي ؟

هغه وپوښتل چې پوليسو ته د يو انسان د وژلو اختيار چا ورکړی؟
نصرالله زيري د کورنيو چارو له وزير څخه د پيښې په خلاف د پلټنو غوښتنه وکړه ۔

داسمبلۍ په اجلاس کې د پيښې په اړه د خبرو کولو پر مهال د جميعت علماء اسلام (ف) غړي فضل آغا وويل چي پوليس او نورې امنيتي ادارې د ايراني تيلو په کاچاق کې لاس لري او د رشوت پيسې اخلي.

د بلوچستان نيشنل عوامي ( مينګل ) د اسمبلۍ غړي اختر حسين لانګو وويل چې ډيره دردونکې پيښه ده ، د پيښې د پلټنې لپاره دې خصوصي کميټه جوړه کړل شي.


د ايالتي اسمبلۍ دغونډې پیل کېدو پر وخت د وژل شوي ځوان کورنۍ د هغه جسد د اسمبلۍ د تالار مخې ته د راوړلو هڅې وکړې خو پوليسو هغو ته د احتجاج اجازه ور نه کړه.

احتجاجي کورنۍ د شربت خان مړی د ميټرو پوليټن کوټې دفتر مخ ته پر سړک کيښود او احتجاج يې وکړو.

د شربت خان کورنۍ غوښتنه کوله چي د هغو پوليسو خلاف دې ايف اي ار درج شي چې شربت خان یې وژلی دی.
د پوليسو يوه لوړ پوړي افيسر د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ډيوه ته وويل چي په پيښه کې د ککړو پولیسو خلاف د ايف اي ار درج کولو ژمنه يې کړې او له زيانمنې شوې کورنۍ سره به انصاف کيږي.
د پوليسو له ژمنو ورستو احتجاج کوونکو خپل احتجاج ختم کړو او د شربت خان مړی يې په کچلاغ کې خاورو ته وسپارلو ۔

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG