په هندي کشمیر کې د لټون د عملياتو په مهال د يو افسر په ګډون څلور هندي سرتيري وژل شوي دي، تېره اوونۍ د هندي کشمير په پلوامه کې په هندي سرتېرو بريد شوی او د ۴۰ نه زيات پکې وژل شوي وو.
د پلوامه د برید زمه واري جېش محمد ډلې قبوله کړې وه.
د هندي رسنيو ترمخه د څلورو هندي سرتېرو د وژنې تازه پېښه د پلوامه څخه په لس کلوميټره لرې رامنځته شوې ده.
ويل شوي د راشټريه رايفلز سرتيري په علاقه کې د لټون په عمليات بوخت وو او په دغه مهال يې د وسله والو تندلارو سره نښته شوې ده.
پوليس ويلي په نښته کې د يو افسر په ګډون څلور سرتيري او يو عام ملکي تن هم وژل شوی دی.
هند د تېرې اوونۍ د بريد تور په پاکستان لګولی ؤ خو پاکستان یې رد کړی ؤ.
د هند وزيراعظم نريندرا مودي د پاکستان د نوم اخيستو پرته ويلي ؤ، "که زمونږ ګاونډي هېواد (پاکستان) دا ګڼي چې کوم حرکتونه او سازشونه کوي د هغې نه به په هند کې بې ثباتي راشي نو دغه خوبونه دې د تل دپاره پرېږدي".
امریکا هم د پلوامه د برید غندنه کړې او ويلي يې ؤ پاکستان بايد په خپله خاوره ترهګرو ته خوندي ځای ور نه کړي.