لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي عرب، پاکستاني بنديوان خوشي کوي، عمران خان دې د پي ټي اېم غړي ازاد کړي


د سعودي عرب د ولي عهد د ۲۱۰۷ پاکستاني بنديوانو خوشي کولو د پرېکړې غبرګون ته په ټولنيزو رسنيو ويل شوي، عمران خان دې هم د پاکستان په زندانونو کې د پي ټي اېم غړي او سياسي بنديوان ازاد کړي.

د نوبېل جايزه ګټونکې د تعليم نړيوالې مبارزې ملاله يوسفزې پلار ضياالدين يوسفزي د استخباراتي ادارې پخواني چارواکي اسدمنير يو ټويټ ته په ځواب کې ویلي،

"تاسو سم وايئ دا کاميابه دوره وه که ستاسو په مشوره عمل وشو ملک به مخ په وړاندې لاړ شي، خو بس يو خواست دا دی چې که وزيراعظم عمران خان همت وکړي د پاکستان په زندانونو کې موجود د پي ټي اېم د غړو په ګډون ټول سياسي بنديوان خوشي کړي".

"اسد منير ويلي کاميابه دوره وه پي ټي ايي ته به يې ګټه وي په سعودي عرب کې په بنديوانو کې غټه شمېره د پښتنو ده، حکومت دې خپل منشور ته پام وکړي سياسي تريخوالی دې کم کړي".

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم د شمېرو ترمخه دا د وخت د غورځنګ اته تنه غړي د پاکستان په بېلابيلو برخو کې په زندانونو کې بندي دي.

په دغو اته کسانو کې عالمزېب محسود، اختر، اکرام او احسان په کراچۍ، عبدالله ننګيال بېټنی او ادريس په اسلام اباد، ولايت شاه افریدی په کوهاټ او سردار عارف وزير په ډي ايي خان کې بندي دی.

د پي ټي اېم يو مخکښ مشر بلال وايي په پاکستان کې د پي ټي اېم د ۳۰۰ نه زياتو غړو باندې مقدمې جوړې کړی شوي دي.

د مينه ګبينو په نوم ټويټر کارونکې ويلي،

"زه هيله لرم عمران خان به د هغو زرګونو بې ګناه خلکومرسته هم وکړي څوک چې د کوم جرم نه بغېر د پاکستان په زندانونو او عقوب خانو کې دي".

سردار عاف وزير هم د وزیراعظم عمران خان نه غوښتنه کړې،

"وزیراعظم دې د پاکستان په زندانونو کې د بنديوانو پښتنو دپاره غږ پورته کړي، ستاسو د مدينې په رياست کې پښتانه بندیوان دي دوي هم کورنۍ لري د دوي هم خبر واخله. د پي ټي اغړي خوشي کړه او د ژوند موقع ورته ورکړه".

ځانګړې ویډیوګانې

په بلوچستان کې د پولیو د څاڅکو ځانګړی کمپېن پيل شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:56 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG