لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان بهرنۍ پانګونې ۱۷ فيصده کمې شوي


پاکستان ته د بهر هېوادونو څخه نېغ په نېغه راتلونکې پانګونې ۱۷ فيصده کمې شوي دي، دا رپوټ د پاکستان مرکزي بېنک خپور کړی دی.

د سټېټ بېنک د رپوټ ترمخه د روان مالي کال په لومړو اووه مياشتو کې، د تېر کال جولايۍ نه تر جنورۍ ۲۰۱۹م پورې بهرنۍ پانګونې د تېر مالي کال په پرتله ۱۷ فيصده راکمې شوي دي.

د ډان ورځپاڼې د خبر ترمخه مرکزي بېنک ويلي په تېر مال کال کې بهرنۍ پانګونۍ ۱۳۲ ملينه ډالره او په روان کال کې دا شمېره ۱۲۸.۹ ملينه ډالرو ته راکمه شوې ده.

ويل شوي د تېر مالي کال په لومړو اووه میاشتو کې ملک ته نېغ په نېغه بهرنۍ پانګونې ۱.۷۶۱ اربه ډالرې او په روان مالي کال کې دا پېسې ۱.۴۵۱ډالرو ته راټيټه شوې ده.

د مرکزي بېنک ترمخه پانګووالو په اووه مياشتې موده کې د ونډو د بازار څخه ۴۰۹ ملينه ډالره ويستي دي او په تېر مالي کال کې دا شمېره ۷۴ملينه ډالره وه.

د شمېرو ترمخه په پاکستان کې تر ټولو زیاته پانګونه چې ۵۶.۸ فيصده جوړيږي هغه چين کوي او د روان کال په اووه مياشتې موده کې د تېر کال په پرتله ۲۷.۸ فيصده راکمه کړې ده.

د اقتصادي چارو کار پوهه ژورنالسټ وکيل الرحمان وايي د بهرنۍ نېغ په نېغه پانګونو څو علتونه دي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، يو علت دا دی چې د پاکستان تحریک انصاف د حکومت پاليسيانې لا واضحه نه دي.

هغه وويل دوېمه دا چې د پاکستان د نړيوالې مالياتې ادارې (ايي اېم اېف) سره د پور خبرې هم نه هوارې شوي او درېم علت يې د روپۍ په مقابله کې د ډالر قدر دی چې په يوه مخه سېوا شوی او اوس هم لا پوره په ځای نه دی ولاړ.

هغه زیاته کړه د ايي اېم اېف د پروګرام او د نيشنل اېکشن ټاسک فورس د پاکستان په اړوند د څرګند رپوټ مخې ته راتلو پورې پانګو وال اندېښنه څرګندوي ځکه بهرنۍ پانګوال دې ټولو خبرو ته ګوري او پانګونې کوي.

د پاکستان تحریک انصاف حکومت هڅه کوي چې په بېلابيلو برخو کې بهرنۍ سرمايه کاري راولي او د سعودي عرب، چین او نورو عرب هېوادونو سره يې ځینې يادداشتونه هم لاسليک کړي دي.

خو څيړونکي وايي څو پورې چې د حکومت پاليسي تګلاره نه وي په ډاګه شوي پانګه وال په ويره کې وي او زياتې پانګونې ته زړه نه ښه کوي.

وکيل الرحمان وايي که څه هم د سعودي عرب، متحده عرب اماراتو او چين څخه ځينې روپۍ پاکستان ته راغلي خو د ايي اېم اېف د پروګرام راتلو پورې پانګه وال په پانګونه باور نه شي کولی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG