لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند او پاکستان د یوه بل په ضد له بهرنیو سفارتکارانو سره معلوماتي غونډې زیاتې کړې


واشنګټن ــــ پاکستان د کشمیر په پلوامه سیمه کې پر هندي ملېشه ځواکونو د ترهګرۍ د برید په غبرګونو کې د هند حکومت د دې خبرې په غبرګون کې- چې وایي پاکستان به په سفارتي توګه په نړۍ کې یواځې کړي- سفارتي هلې ځلې زیاتې کړې دي.

د هند تر انتظام لاندې کشمیر کې د تېرې پنجشنبې- زیارت په ورځ شوي ځانمرګي برید کې شاوخوا 45 هندي ملېشه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي وو، چې ذمه واري یې جیش محمد ډلې پر غاړه اخیستې، خو هندي چارواکو یې پړه پر پاکستان ور اچولې ده.

د پاکستان ځینې سفارتي او ازادې سرچینې وایي، چې د پلوامه تر برید وروسته پاکستاني چارواکو په اسلام اباد کې تر اوسه له اویا تر اتیا تنو بهرنیو سفارتکارانو سره ناستې کړې او هغوی ته یې معلومات ورکړي دي.

له بهرنیو سفیرانو سره په غونډوکې پاکستاني چارواکو د هند له خوا له پلټنې پرته پر دې هېواد د لګېدلو تورونو په اړه پوښتنې را پورته کړې او ویلي یې دي چې کېدای شي دا برید په هند کې دننه کومې وسلوالې ډلې کړې وي.

پاکستاني چارواکو بهرنیو سفیرانو ته په خبرو کې تور لګولی او ورته ویلي یې دي، په هند کې ځینې داسې کسان شته چې غواړي پاکستان او کشمیر نړۍ ته په مسخ شوې بڼه ور وپېژني.

د پلوامه د برید وخت او نېټې ته په پام پاکستاني چارواکو بهرنیو سفیرانو ته ویلي، چې دې برید تر هند پاکستان ته زیات تاوان رسولی ځکه چې وایي تر دې برید یوه ورځ وروسته سعودي ولیعهد شاهزاده محمد بن سلمان پاکستان ته سفر کاوه او هلته یې د 20 اربه ډالرو سرمایه کارۍ لوظنامه لاسلیک کوله.

پاکستاني چارواکو ویلي، د پلوامه برید دې هېواد ته یو بل اقتصادي زیان هم اړولی ځکه چې وایي په پېرس کې د غیرقانوني پیسو د مخنیوي د نړیوالې ادارې انټرنېشنل فاینانشل ټاسک فورس غونډه را نیژدې ده چې د ترهګرو د مالي سرچینو په اړه یې پاکستان تر څار لاندې دی.

بل لور ته هند هم تر اوسه لږ تر لږه 25 بهرني سفارتکارانو ته د پلوامه برید په تړاو معلومات ورکړي، چې په هغوی کې د ملګرو ملتونو د امنیتي شورا پینځه دایمي غړي چین، فرانس، روس، برتانیه او امریکا شامل دي.

د هندي سرچینو په وینا د هندوستان چارواکو هغوی ته ویلي، چې پاکستان په ممکنه توګه د جیش محمد ډلې مرسته کوي، چې د پلوامه برید ذمه واري یې منلې او مشر یې مسعود اظهر له اوږدې مودې په پاکستان کې ژوند کوي.

پاکستان په 2002م کال کې پر جیش محمد ډلې بندیز لګولی او ملګرو ملتونو هم د ترهګرو په نړیوال فهرست کې شامل کړی دی، خو امنیتي څېړونکي وایي چې دې ډلې ته اوس په بل نامه د کار کولو اجاره ورکړل شوې ده.

د پلوامه برید په اړه د امریکې د ملي امنیت سلاکار جان بولټن ویلي، چې پاکستان باید د جیش محمد او په خپله خاوره کې د ترهګرو فعالیتونو تر سره کوونکو ډلو په ضد ګامونه واخلي. د امریکې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپېیو هم په یوه ټویټ کې پر پاکستان ټینګار کړی چې نړیوال امن ته خطر جوړوونکي ترهګر پر خپله خاوره پرې نه ږدي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG