لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت د سولې په هدف په مارچ کې مشاورتي لویه جرګه را بللې


کابل ــــ د سولې د سیمه ییزې موافقې لپاره د ولسمشر اشرف غني سلاکار او د سولې عالي شورا د درالانشاء مشر عمر داودزي ویلي چې په افغانستان کې د سولې په هدف راتلونکې میاشت مشاورتي لویه جرګه کوي.

ښاغلی دوادزی وایي د سولې په هدف مشورتي لویه جرګه به د کب میاشتې په 26مه (17 مارچ) رابلل کیږي او تر 29م (20 مارچ) به دغه جرګه روانه وي او د جرګې لپاره 50 کسیز پلاوی ټاکل شوی چې 30 فیصده پکې ښځې دي.

عمر داودزي د چارشنبې- شورو په ورځ د سولې په پروسه کې د ښځو د ګډون د څرنګوالي په هدف جوړه شوې غونډه کې وویل، چې د لویې مشورتي جرګې له لارې افغان حکومت هڅه کوي د سولې په تړاو د ولس نظر او باور تر لاسه کړي.

داودزي ویلي ټاکل شوې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ څو میاشتې وروسته د سولې مخامخ مذاکرات پیل شي او په همدې هدف د سولې لویه مشورتي جرګه رابلل کیږي. داودزی وایي:

"په لویه جرګه کې به د ټولنې د هرې برخې استازي برخه ولري، هغوی به مشوره کوي او دولت به د سولې په تړاو چې څه ډول سوله وشي، د سولې خبرې له کومه ځایه پیل شي او څه ډول دا مذاکرات مخ ته ولاړ شي او له طالبانو سره چې هوکړې ته رسیږي سرې کرښې به کومې وي، دولت ته به په دې اړه مشوره ورکوي".

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیشن د سولې په پروسه کې مېرمنو ته د زیاتې ونډې پر ورکولو ټینګار وکړ.

په سوله کې مېرمنو ته د زیاتې ونډې د ورکولو په هدف جوړې شوې غونډې ته د بشري حقونو د خپلواک کمیشن مشره سیما ثمر وايي، تر څو چې د سولې په پروسه کې د مېرمنو حضور ته ځانګړې پاملرنه ونه شي، په افغانستان کې دايمي سوله نه شي راتلای:

"د سولې په پروسه کې دې هم د مېرمنو ونډه زیاته شي او کله چې موږ د سولې پروسه پیل کوو او یا هم د سولې د مذکراتو لپاره طرحه جوړوو ښځو ته باید د ګډون کولو زیاته برخه ورکړل شي، د سولې په مذکراتواو د سولې د تړون په عملي کېدو کې، له دې بغیر که سوله وشي دا به د ټولنې له نیم نفوس سره وي او دا به د دې شاهد وي چې موږ د دایمي سولې په طرف نه ځو".

د سولې په بشپړه پروسه کې افغان ښځو ته د زیاتې برخې پر ورکولو ټینګار په داسې حال کې شوی چې د امریکا او طالبانو تر منځ د افغان سولې په تړاو ناسته به د فبروری په 25مه نېټه په قطر کې کېږي.

افغان حکومت ویلي که طالبان د افغانستان له رسمي پلاوي سره خبرو ته حاضر شي دوی به خپل مرکچي پلاوی د قطر مذاکراتو ته واستوي خو تر اوسه طالبانو له افغان پلاوي سره خبرو کولو ته زړه نه دی ښه کړی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG