لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان کې بارانونو تاوانونه اړولي


د پاکستان په بلوچستان ايالت کې بارانونو زيان اړولی، مکران ډويژن او لسبيله کې حکومت بيړنی حالت اعلان کړی،ايالتي حکومت د پوځ نه مرستې غوښتې دي.

د بلوچستان د ايالتي حکومت وياندې بشرا رندې ويلي چې د زياتو بارانونو له کبله د مکران ډويژن په ډېرو سيمو او په ضلع لسبيله کې د خلکو کورنو او لويو لارو ته زيات زيان رسيدلی ځکه حکومت په دې سيمو کي ايمرجنسي يا بيړني حالت اعلان کړی.

هغې په بيان کې ويلي چې د ايالتي حکومت چورلکه (هيلي کاپټر) ايم ون سيونټين ‏‏MI 17 او د پاکستان د پوځ څلور چورلکې او سرتيري په اغيزمنو سيمو کې د ځپلو مرستې کوي.

د بلوچستان ايالت د دفاع او د قبايلي چارو وزير ضيا لانګو د اغېزمنو سيمو دپاره جوړې د څار خوني ته ورغلی او امر يې کړی چې د اغيزمنو خلکو مرستې دي وشي.
د ايالتي حکومت وياندې بشرا رندې وي او ای ډيوه ته وويل چې تر اوسه پورې د مالي زيان رپورټ لا نه دی تيار شوی ، "څومره زيان شوی دا خبر به تر وخت لمخه وي ، رپورټ تياريږي چې رپورټ تيار شي هر څه به معلوم شي ".

د ايالتي بيړني مرستندوې مسئوله ادارې د رپورټ له مخه د زيات اورښت ،سيلابونو او په خوړونو کې د اوبو د زياتوالي له کبله لسبيله، خضدار ،کهيچ ،او په اوارن کې وړې او لوې لارې اوبو وړي دي ، اوبه د خلکو کورنو ته ننوتلې او د خلکو د کښت کروندې ځمکې يې اغيژمنې کړې دي.

په رپورټ کي ويل شوي چي په لسبيله کي اوبو د کراچي کوټۍ د لارې پلونه وړي ځکه د کوټې کراچۍ او د تربت کراچۍ او د تربت ګوادرلوې لارې ټرل شوي دي.

د پي ډي ايم اې ( ايالتي بيړني مرستنديه مسئوله ادارې )د رپورټ له مخه په اوارن ضلع کې هم د بارانو له کبله رابطه سړکونه اوبو وړي او خلک له ستونځو سره مخ دي.
د خضدار په ډيرو کلو کې د خلکو کورونه ته اوبه ورغلې، او د کور شيانو ته يې زيان رسولی د خضدار مرستيال کمشنر (ر) ميجر محمد الياس کبزئي په وينا اغېزمنو شويو کورنيو ته يې مرستې رسولې او هغه يې خوندي ځايونو ته منتقل کړي دي.

د قلات د کمشنر بشير بنګلزي په وينا په بېله او په اوتهل کې تر چلويښت زياته کسان په اوبو کې ايسار شوي او دوی يې ژوند د اوبو د کشتيو په مرسته ژغورلی دی.

که له يوې خوا بارانونو او سيلابونو د بلوچستان په ډيرو سيمو کې خلکو ته مالي زيان رسولی لارې يې ورانې کړې خو بلې خوا ته د ټول ايالت خلک په بارانونو او واورو او د رواني وچکالۍ په ختميدو ډير خوشحاله دي.

د اوبو د رياست د رپورټ لمخه د بارانو له کبله د صوبې په وړو او غټو ډيمونو (د ابو زيرمې ) کې اوبه زيرمه شوي دي.

د هوا شونې رياست(محکمه موسميات) وايي د زيارت، پنجشنبې له ورځې به اسمان شين او هوا يخه وي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG