لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرپښتونخوا کې د بارانونو له امله ۱۹ کسان مړه او ۱۳ ژوبل شوي


په خېبرپښتونخوا کې د تازه بارانونو له امله رامنځته شوؤ پېښو کې ۱۹ کسان مړه او ۱۳ ژوبل شوي دي، زیاتې مرګ په بره دير ضلع کې شوي دي.

د خېبرپښتونخوا د صوبې د افتونو په وخت د انتظام ادارې (پي ډي اېم ای) چارواکو وي او ای ډیوه سره په خبرو کې د بارانونو له امله د رامنځته شوؤ مرګ ژوبلو پخلی کړی دی.

د پي ډي اېم ای د چارواکو په وېنا په بره دير ضلع کې شپږ تنه، په کوهاټ کې پينځه، په هنګو کې دوه او په شانګله کې يو تن مړ شوی دی.

د قبايلي ضلعې باجوړ او خېبر نه هم چارواکو پخلی کړی چې په باجوړ کې درې تنه چې پکې دوه ښځې او يو ماشوم او خېبر ضلع کې دوه ماشومانې د کور غورځېدو له امله مړه شوي دي.

يادې پېښې د کورونو د چتونو او غرونو رانړېدو له امله رامنځته شوي دي.

د ادارې په وېنا په خېبرپښتونخوا کې به د باران روانه لړۍ نن د زيارت، پنجشنبې په ماښام او شمالي علاقو کې به سبا د جمعې په ورځ پای ته ورسي.

په سيمه کې د بارانونو د لړۍ خبرداری د فرورۍ په ۱۵م ورکړی شوی او نزدې درې ورځې په دمې دمې سره بارانونه ورېدلي او په غرونو واورې شوي دي.

چارواکي وايي په صوبه او قبایلي ضلعو کې د باران له امله د اوختې مرګ ژوبلې او نورو تاوانونو په اړوند مالومات رايوځای کوي.

ويل شوي په چترال او هزاره ډويژن کې غرونه رانړېدلي اوسړکونه يې هم بند کړي دي، او چارواکي وايي د لارو ازادولو په موخه غټه مشينري يادو سيمو ته لېږل شوې ده.

د خېبرپښتونخوا د موسمياتو د محکمې مشر مشتاق علي خان وايي په سيمه کې د تېر کال په پرتله بارانونه او واورې ۲۰ فيصده زیاتې شوي دي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل راتلونکې د مارچ په مياشت کې هم د بارانونو د لړۍ امکان شته خو هغه لړۍ به دومره زورورې نه وي.

د بارانونو تازه لړۍ په بلوچستان او پنجاب صوبه کې هم تاوانونه اړولي دي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG