لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوهلي وايي د پاکستان سره د لوبې په اړوند به د حکومت پرېکړه مني


Virat kohli
Virat kohli

د هند د کرکټ لوبډې کپتان ويرات کوهلي ويلي، د پاکستان سره د سیالۍ په اړوند چې يې حکومت څه پرېکړه وکړه هغې ته به احترام لري.

د هندي رسنيو ترمخه د هندي کشمير په پلوامه کې د بريد وروسته هند هڅه کوي چې د کرکټ په راتلونکي نړيوال کپ (۲۰۱۹) کې د پاکستان په ګډون بندېز ولګوي.

د ټايمز اف انډيا ترمخه د سپريم کورټ جوړې انتظامي کمېټۍ د کرکټ نړیوالې شورا (ايي سي سي) ته په دغه اړوند خط ليکي چې په پاکستان د ۲۰۱۹ په نړیوال کپ کې په ګډون بندېز ولګوي يا هند د دغو سياليو څخه ځان بهر کړي.

د هندي رسنيو ترمخه د هند کرکټ لوبډلې کپتان ويرات کوهلي نه د اسټريليا سره د سياليو پېل کولو په مهال په نړيوال کپ کې د پاکستان سره د سیالۍ په اړوند پوښتنه شوې ده.

هغه په ځواب کې ويلي دوي د قوم سره ولاړ دي او چې د هند کرکټ بورډ څه فېصله وکړه دوي به يې مني.

د هند د کرکټ لوبډلې کوچ او نورو چارواکو هم ويلي د قوم سره ولاړ دي.

د شورو، چهارشنبې په ورځ د ايي سي سي مشر ډېو رچرډسن ویلي داسې هيڅ خبره نشته چې په سياليو کې څه بدلون راوستی شي او ټولې سيالۍ به په خپل ټاکلي وخت کولی شي.

د کرکټ ورځپاڼې اي اېس پي اېن ترمخه د رچرډسن د قوله ویلي ؤ په دغه اړوند ورته کوم ليک نه دی ترلاسه شوی.

د نړيوال کپ ۲۰۱۹ په سياليو کې د پاکستان او هند سیالي په ۱۶م جون ټاکل شوې ده.

يوه اوونۍ وړاندې په ۱۴م فرورۍ د هندي کشمير په پلوامه سيمه کې په هندي ځواک ترسره شوي ځانمرګي بريد کې ۴۹ سرتيري وژل شوي وو.

د بريد زمه واری جېش محمد ډلې منلې او هند يې تور په پاکستان لګولی خو پاکستان يې تورونه رد کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG