لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تاریخ کې په وړومبي ځل سعودي شهزادګۍ ریما امریکه کې سفیره وټاکل شوه


دسعودي عرب په تاریخ کې په وړومبي ځل دشاهي خاندان یوه شهزادګۍ ریما بنت بندربن سلطان په امریکا کې د سعودي عرب سفیره ټاکل شوې ده.

تیره ورځ دسعودي دیو خپور شوي شاهي فرمان له مخې شهزادګۍ ریما بنت بندر به امریکا کې دسعودي نوې سفیره وي اؤ دغلته د وړاندې نه په ذمه واریو بوخت سفیر اؤ دسعودي د ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان رور شهزاده خالد بن سلمان به نور د سعودي ددفاع د مرستیال وزیر په توګه دنده پرمخ وړي.

دا مهال شهزادګۍ بنت بندر د سعودي عرب د لوبو د ادارې دپلانونو اؤ پرمختیا دچارو مرستیاله مشره ده اؤ تر دې وړاندې دهغې پلار شهزاده بندر بن سلطان هم دکال۱۹۸۳څخه ترکال۲۰۰۵م پورې امریکا کې دسعودي عرب دسفیر په توګه دنده سرته رسولې ده.

شهزادګۍ ریما دخپل پلار سره تر ډیره وخته په واشنګټن کې پاتې شوې ده اؤ لوړې زده کړې یې هم ددغلته نه ترلاسه کړي دي.

تیرکال دمارچ په میاشت کې واشنګټن ډي سي کې داټلانټک کونسل غونډې ته خپله وینا کې دغه شهزادګۍ ویلي وؤ ” سعودي عرب دیوې نړیوالې ټولنې برخه ده اؤ دې ټولنې دپاره مونږ نړیوال وګړي تیارؤل غواړو، په دې لړ کې مونږ خپل هدف ته رسیدلو دپاره کال ۲۰۱۳۰م په وړاندې ایښی دی”

دهغې وینا وه “مونږ دا مهال دبدلون له پړاؤ څخه تیریږو خو هاغه خلک چې وایي مونږ به خپلې ژمنې سرته ونه رسؤل شو اؤ بیرته به پشا لاړ شو هغوئ څخه یو څه مهلت غواړو اؤ باور ورکوؤ چې مونږ به ارو مرو په وړاندې ځو”

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG