لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هند پوځ مشر:دپاکستان دپوځ د مشر په هره خبره نظر ساتم


دپاکستاني فوځ وياند ميجر جنرال اصف غفور دهندي پوځ مشر جنرال بيپن راوت ته مشوره ورکړې چې هغه دې دسيمه ييزې سولې په اړه دخپل پاکستاني سيال د نظر تقليد وکړي.

دپاکستاني پوځ وياند دغه څرګندونې دهندي پوځ دمشر لخوا دپاکستاني پوځ دسرلښکر دتقليد کولو داعتراف د ويډيوي بيان نه وروسته کړي دي.

ميجر جنرال اصف غفور دټولنيزو رابطو په ويب پاڼه ټويټر دخپل رقيب ګاونډي هيواد هند دپوځ دمشر جنرال بيپن راوت دمرکې يوه لنډه شان ويډيو هم جاري کړې چې پکې دهندي پوځ له مشر څخه دجنرال قمر جاويد باجوه سره دتماس نيولو په اړه پوښتنه کيږي.

دپاکستاني پوځ دوياند لخوا په جاري کړى شوې ويډيو کې لیدل کیږي چې کله کوربنه دهندي پوځ دمشر څخه پوښتنه کوي نو جنرال بيپن راوت دپاکستاني پوځ دسرلښکر په اړه وايي " زه دهغه پيروي کووم، څه چې هغه وايي زه يې تقليد کووم"

په دغه مرکه کې دهندي پوځ مشر وايي " زه دهغه په اړه نظر(فيډبيک) اخلم، چرته چې هغه ځي ، زه يې تقليد کووم، ماته معلومه ده چې هغه دکوم ځايې سفر کوي او هغه چونکې دپاکستاني پوځ مشر دى نو زه يې په پيروۍ کولو مجبوريږم"

دپاکستاني پوځ وياند پخپل بيان کې ويلي " دهندي پوځ مشر وايي هغه دپاکستاني پوځ دمشر پيروي کوي، غوره به وي که هغه دسيمې دسولې او ثبات او پرمختګ لپاره هم دجنرال باجوه د ويژن یا نظر پيروي وکړي"

دپاکستاني پوځ وياند تيره ورځ په پينډۍ کې ديو مطبوعاتي کانفرنس په مهال په هند ټينګار کړى و چې دپاکستاني وزيراعظم عمران خان دمذاکراتو په وړانديز عمل وکړي.

دهند دانتظام لاندې دکشمير په پلوامه سيمه کې په ١٤مه فرورۍ دترسره شوي بريد وروسته درقيبو ګاونډي هيوادونو پاکستان او هند اړيکې نورې هم تاوژنې شويدي.

له دې وړاندې دپاکستان خارجه وزارت ددواړو هيوادونو ترمينځ دخرابيدونکي وضعيت په تناظر کې د" دکړکیچونو دقابو کولو دڅانګې" جوړولو اعلان کړى و.

دغه ګام يوه ورځ وروسته له هغې اخستل شوى چې دميډيا راپورونو له مخې هند دخپل انتظام لاندې کشمير ته نور عسکر هم ليږلي ترڅو دغلته خپل امنيتي شتون نور هم سيوا کړي.

تیره اوونۍ دهند د انتظام لاندې دکشمير په پلوامه سيمه کې دشوي ځانمرګي بريد ذمه واري جيش محمد ډلې منلې وه او نوي ډيلي اسلام اباد ته دځواب ورکولو دړکه کړې وه.

جیش محمد دپاکستان هغه تندروه ډله ده چې ملګرو ملتونو پرې بندیز لګولی اؤ هند تور لګوي چې ددغه ډلې پالنه دپاکستان ریاست کوي خو پاکستان دا تورونه تل رد کړي دي.

دهندي تورونو په ځواب کې دپاکستان وزيراعظم عمران خان هند څخه غوښتنه کړې وه چې که چرې په دغه بريد کې دپاکستان دخاورې دکارول کيدو په اړه ثبوت ورکړي نو هغه يې پلټنو ته چمتو دى خو ددې ترڅنګ يې په پاکستان دهند لخوا دبريد په صورت کې دکلک ځواب ورکولو خبردارى هم ورکړى ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG