لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په قطر کې دطالبانو اؤ زلمي خلیلزاد ترمینځ د سولې رسمي خبرې نن کیږي


افغانستان کې د سولې د خبرو په تړاؤ‌ دطالبانو دمزاکراتي ډلې مشر ملاعبدالغني برادر سره دامریکایي استازي زلمي خلیلزاد له لیدنې وروسته نن سه شنبه په دوحه قطر کې دطالبانو اؤ امریکایي لوري ترمینځ دخبرو مهم پړاؤ  پیل کیږي.

افغانستان کې د سولې د خبرو په تړاؤ‌ دطالبانو دمزاکراتي ډلې مشر ملاعبدالغني برادر سره دامریکایي استازي زلمي خلیلزاد له لیدنې وروسته نن سه شنبه په دوحه قطر کې دطالبانو اؤ امریکایي لوري ترمینځ دخبرو مهم پړاؤ پیل کیږي.

افغانستان کې دسولې دپاره دامریکې استازي زلمي خلیلزاد د دوشنبې په ورځ په ټوئټر لیکلي وؤ چې په دوحه کې یې په لمړي ځل دطالبانو دمهم مشر ملا عبدالغني برادر سره دغرمې په ډوډۍ لیدنه شوې اؤ اوس دوئ دخبرو اترو په لور ور روان دي.

ملا برادر چې په نزدې وختونو کې دپاکستان د زندان څخه خوشی کړل شوی اوړمه ورځ قطر ته رسیدلی ؤ‌ اؤ سرچینې وایي امریکایي استازي زلمي خلیلزاد سره به د سولې روانو خبرو کې مهم رول ولوبوي.

طالب سرچینو ویلي د سولې په ننیو خبرو کې به د طالبانو استازيتوب مولوي امیر خان متقي ،شیرمحمد عباس ستانکری،عبدالحق وثیق ،محمد نبي عمري،ملاخیرخواه اؤ مولوي مطیع الحق کوي.

برتانوي خبري شبکې بي بي سي دطالب سرچینو له خولې لیکلي چې دطالبانو او امریکایي لوریو په ننۍ غونډه کې به ملاعبدالغني برادر هم ګډون کوي خو هغه به د لږ وخت دپاره ددغه غونډې برخه وال وي اؤ نورې خبرې به دهغه استازي پرمخ وړي.

په قطر کې د طالبانو د ډلې ترجمان سهیل شاهین پرون ویلي وؤ د مذاکراتو د نوي ناستې توجه به هم په هغو دوو بنیادي ټکو وي چې فریقین پرې اتفاق لري چې د ١٧ کلنې جگړې د ختمولو دپاره بنیادي اهمیت لري، د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل او دا خبره باوري کول چې د افغانستان خاوره به په راتلونکي کې هیڅ یوه ډله یا تن د امریکې او د امریکې د اتحادیانو خلاف په ترهگرۍ کې نه استعمالوي.

دطالبانو اؤ امریکایي استازي زلمي خلیلزاد ترمینځ له دې وړاندې هم څو کرته دسولې مزاکرات شوي خو تر اوسه طالبانو افغان دولت سره مخ په مخ دسولې خبرې نه دي کړي.

دافغان سولې دپاره د سیمه ییز ملاتړ پیدا کولو په موخه دافغانستان د صدر اشرف غني استازي ښاغلي عمر داودزي د دوشنبې په ورځ ویلي وؤ په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو هدف د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د رسمي خبرو اترو ته د اسانتیاو برابرول دي.

په افغانستان کې د وسله والو خلاف د امریکې موجوده جنګ په کال ٢٠٠١ کې پېل شوی و چې د هېواد د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه ګڼل کیږي او په واشنګټن کې لوړ رتبه حکومتي مامورین وايي د افغان جنګ په اړه د صدر ډانلډ ټرمپ د صبر پېماته سر ته په رسیدو ده.

په کال ٢٠١٧ کې د افغانستان او جنوبي ایشیا دپاره د خپل حکومت دنوي تګلارې اعلانولو په وخت صدر ټرمپ ویلي وو چې غوښتل یې زر د افغانستان څخه امریکايي ځواکونه راوباسي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG