لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هند وایي پوځ یې برید کړی اؤ پاکستان کې دننه یې دترهګرو ځالې تباه کړي


هندوستان دعوه کړې ده چې دپاکستان په بالاکوټ سیمه کې یې دخپلو جنګې الوتکو له لارې دجیش محمد په نوم د تندروه ډلې هغه مرکز ویجاړ کړی چې په هند کې دځانمرګو بریدونو دپاره پکې ترهګر روزل کیدل.

هند وایي د جیش محمد په روزنیز مرکز شوي برید کې یو شمیر ترهګر وژل شوي خو پاکستان لا دهندوستان ددې دعوې پخلی نه دی کړی.

دپاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې پاکستان دهند داقدام نه وروسته د دخپلې دفاع دپاره دځوابي ګام اخستلو حق لري.

تر دې وړاندې دپاکستان د پوځ ویاند میجر جنرال اصف غفور د سه شنبې په سحر منلې وه چې هندوستاني الوتکې دپاکستاني کشمیر هوایي حدونو ته ننوتلي اؤ په بالاکوټ سیمه کې یې وسله هم غورځولې خو څه نقصان یې نه دی کړی.

خودپاکستاني پوځ ویاند دا نه دي ویلي چې ګنې دغه وسله یا بمونه دجیش محمد په مرکز غورځول شوي دي.

دسه شنبې په ورځ دهند بهرنیو چارو سکتر وی جی ګوکهالی یو مطبوعاتي کانفرنس ته پخپله وینا کې ویلي په بالاک کوټ کې یې دجیش محمد ډلې دځانمرګیو د روزنې مرکز د استخباراتي معلوماتو په اساس په نخښه کړی دی.

دهند دبهرنیو چارو سکتر دعوه کړې چې دا مرکز دبالاکوټ په غرونو اؤ ځنګلونو کې ؤ اؤ مشري یې د جیش محمډ ډلې دمشر مولانا مسعود اظهر اوښي مولانا یوسف اظهر پغاړه لرله.

هغه تور لګولی چې د جهادیانو اؤ ځانمرګیو د روزنې دې شبکې دحکومتي مرستې پرته فعالیت نه شو کولی اؤ "مونږ ته کوټلي اطلاعات رارسیدلي وؤ چې جیش محمد په هند کې دنورو بریدونو پلانونه هم جوړوي، ځکه نو مونږ دپاره دا ګام اخستل اړین وؤ"

وي جی ګوکهالی ویلي په بالاکوټ کې د جیش محمد ډلې دا مرکز ویجاړول ځکه ضروري ؤ چې پاکستان د هاغو ترهګرو ډلو په ضد هیڅ رقم ګامونه نه اخلي چې هند یې په اړه پاکستان ته معلومات ورکړي دي.

د روانې میاشتې په ۱۴مه نېټه دهند په پلوامه سیمه کې په هندوستاني ځواکونو یو ځانمرګي برید کې۴۹ هندي سرتیري وژل شوي وؤ چې ددغه برید پړه جیش محمد ډلې پرغاړه اخستې ده خو هندي چارواکو تور لګولی چې دا برید دپاکستان پوځ اؤ استخباراتي شبکې ایي ایس ایي کړی دی.

پاکستان دهند تورونه رد کړي اؤ وایي هند دداسې رقم تورونو په لګولو سره غواړي چې پاکستان نړۍ کې یوازې کړي.

دپاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د سه شنبې اسلام اباد کې خبریالانو ته ویلي چې “مونږ دهند لخوا اخستل شوی ګام د لاين اف کنټرول څخه سرغړونه ګڼو اؤ د ځوابي ګام اخستلو بشپړ حق لرو”

شاه محمود قریشي دا هم ویلي دي چې هغه نه غواړي خپل قام بې لارې کړي ،‌په پاکستان دخطرو وریځې ګرځي اؤ موجوده وضعیت کې به بیدار پاتې کیدل وي.

XS
SM
MD
LG