د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي وايي، هند د پاکستان پرضد يرغل کړی او دې ته به ځواب ورکولی شي.
هند دعوه کړې ده چې د پاکستان په بالاکوټ سیمه کې یې د خپلو جنګې الوتکو له لارې د جېش محمد په نوم د تندروه ډلې هغه مرکز ویجاړ کړی چې پکې په هند کې د ځانمرګو بریدونو دپاره ترهګر روزل کېده.
قرېشي وويل د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ د ملي امنيت غونډې د هند دا ادعا رد کړه چې د بالاکوټ سره نزدې د ترهګرو کېمپ په هدف کړی شوی دی.
هغه وويل په غونډه کې پرېکړه وشوه چې پاکستان به وخت او ځای وټاکي او د هند دې يرغل ته به ځواب ورکړي.
هغه زياته کړه د هند د تازه يرغل په تړاؤ د پارليمان ګډه غونډه رابلل شوې چې قام په اعتماد کې واخيستل شي.
نوموړي نن د نهې، سه شنبې په ورځ د دفاع وزير پروېزخټک او د خزانې وزير اسد عمر سره شریکې خبرې غونډې ته د هند د عوې په اړوند د ملي امنيتي کمېټۍ د غونډې حال وړاندې کړو.
دې پوښتنې چې د هند الوتکو ته ځواب ولې نه دی ورکړی شوی راګوزارې کړی شوي ولې نه دي؟ شاه محمود قرېشي په ځواب کې وويل د پاکستان د پوځ په توان دې سوال راپورته نه کړی شي او په دغه اړوند يې د نور څه ويلو نه ډډه وکړه.
خو وې ويل حالات دا وخت ډېر نازک دي.
د دفاع وزیر پروېز خټک وويل د هند الوتکې څلور يا پينځه کلومېټره دننه راغلي دي.
د هند لخوا د بريد ادعا په داسې حال کې مخې ته راغلې چې په ۱۴م فرورۍ د هندي کشمير په پلوامه سيمه کې په هندي ځواک ځانمرګی بريد شوی او د ۴۰ نه زیات سرتيري يې پکې وژل شوي وو.
جېش محمد د بريد زمه واري منلې او هند يې تور د پاکستان په پوځ او استخباراتي اداره ايي اېس ايي لګولی ؤ.
د هند وزیراعظم نريندرا مودي د یاد بريد وروسته د پاکستان پرضد سخت بيان ورکړی ؤ.
پاکستان د هند دغه تورونه رد کړي او د هند نه يې د دغه بريد په اړوند ثبوتونه غوښتي وو.
خو ورسره نوموړي ګواښ کړی ؤ که هند په پاکستان بريد وکړو پاکستان به په دغې اړوند سوچ نه کوي او ځواب به ورکوي.