لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني پوځ او حکومت پر بالاکوټ د هند د برید دعوې له حقیقته لرې بللې


واشنګټن ــــ د هند پر دعوو برسېره چې وایي په بالاکوټ کې یې د جیش محمد وسلوالې ډلې پر لوی مرکز په هوایي برید کې د دې ډلې ګڼ شمېر کسان وژلي، خو د پاکستان حکومت او پوځ دا ادعاوې ردوي او وایي چې هندي جنګي الوتکې یې پر شا تمبولې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي نن د سه شنبې- نهې په ورځ په اسلام اباد کې خبري غونډې ته په وینا کې د هند له خوا پر پاکستان د برید ادعا له حقیقته لرې وبلله او ویې ویل که کورنۍ او بهرنۍ مېډیا غواړي نو په هیلیکاپټر کې به یې بالاکوټ ته یوسي چې آیا هند برید کړی که نه:

"هیلیکاپټر تیار دي، که موسم اجازه راکړي نو خبریالان به هلته وروړو او هغوی پخپله کولای شي هغه ځای وګوري او د هند پروپیګنډه رسوا کړي، څه چې د برید په اړه ویل کېږي حقیقت هغسې نه دی".

بل لور ته د پاکستان پوځ هم د هند له خوا په بالاکوټ کې د برید ادعا رد کړې او دعوه یې کړې چې هندي الوتکې یې د پاکستان فضایي حدودو ته له ور ننوتلو سره سم دستي پر شا تمبولې دي. د پاکستاني پوځ ویاند مېجر جنرل آصف غفور پر ټویټر لیکلي:

"هندي الوتکې د پاکستان تر ولکه لاندې کشمیر مظفراباد سیکټر ته تر پولې درې څلور مایله را اوښتې وې خو د پاکستان فضایي ځواک پر وخت او اغېزمن ځواب ورکړ، ځکه یې و د تېښتې په وخت په بالاکوټ کې بمونه وغورځول خو چاته یې زیان نه دی اړولی".

د هند هوایي ځواک دعوه کړې چې د سه شنبې- ګل په سهار وختي یې جنګي الوتکو اېبټ اباد ته نیژدې د پښتونخوا د مانسهرې ضلعې په بالاکوټ کې د جیش محمد ډلې پر یوه روزنیز کېمپ هوایي برید کړی دی. د هند د بهرنیو چارو سیکرتر ویجې ګوکالي نن په نوي ډیلي کې یوې خبري غونډې ته په دې اړه وویل:

"په دې عملیاتو کې مو د جیش محمد ترهګرې ډلې ګڼ شمېر روزونکي، اعلی کمانډران او د جهادي ډلو ګڼ ځانمرګي له منځه یووړل چې د ترهګرۍ لپاره روزل کېدل. د دې مرکز مشري مولانا یوسف اظهر کوله چې په استاذ غوري مشهور وو او د مولانا مسعود اظهر اخښی وو".

د فبرورۍ پر 14مه د هند تر ولکه لاندې کشمیر په پلوامه سیمه کې پر هندي ځواکونو په ځانمرګي برید کې 44 هندي پوځیان وژل شوي وو، چې ذمه واري یې جیش محمد وسلوالې ډلې منلې وه او هند ګواښ کړی وو چې د دې ډلې په ضد به د پاکستان په خاوره کې عملیات وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG