لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان:هیله ده روانو خبرو کې به امریکا سره دسولې غوڅ تړون ته ورسیږو


طالبانو هیله څرګنده کړې ده چې په قطر کې امریکایي استازي زلمي خلیلزاد سره دسولې روانو خبرو کې به یو غوڅ تړون ته ورسیږی اؤ دافغانستان خاوره به له دې وروسته د نړیوالو قوتونو په ضد نه کارؤل کیږي.

په قطر کې د طالبانو اؤ افغانستان کې دسولې دپاره دامریکایي استازي زلمي خلیلزاد ترمینځ د سه شنبې د ورځې راهسې دسولې رسمي خبرې په داسې حال کې پیل شوي چې دطالبانو د مزاکراتي ډلې مشر ملا عبدالغني برادر هم په لمړي ځل دغو خبرو اترو کې برخه لري.

نړیواله خبري شبکه ای پي وایي په قطر کې دطالبانو ددفتر ویاند سهیل شاهین ویلي چې امریکا سره که د سولې تړون کیږي نو دا خبره به پکې هم شامله وي چې دافغانستان خاوره به بیا دامریکا په ضد بریدونو دپاره نه کارول کیږي.

سهیل شاهین ویلي که “مونږ چرې دخبرو په دې پړاؤ کې یو غوڅ تړون ته ونه رسیدلو نو یو بل پړاؤ به هم راجوړ کړو خو هدف مو هواري ته رسیدل دي”

هغه ویلي دا مهال د امریکا اؤ طالبانو ترمینځ خبرې یوازې په دې دوؤ نکتو اوږدې شوې دي چې څنګه باید امریکا ته ضمانت ورکړل شي چې دافغانستان خاوره به یې په ضد نه کارول کیږي اؤ هم به امریکا دافغانستان څخه پشا کیږي.

طالبانو دامریکې د پرله پسې ټینګار باوجود هم د افغان دولت سره تر دې دمه مخ په مخ دسولې دخبرو نه انکار کړی اؤ دریځ یې خپل کړی چې افغان دولت دپرېکړو واک نه لري ځکه هغوئ نیغ په نېغه امریکا سره خبرې کول غوره لاره ګڼي.

دطالبانو اؤ امریکایي استازي زلمي خلیلزاد تر مینځ دسولې خبرې د تیر کال په وروستیو کې په قطر کې پیل شوې وې اؤ دهغې راپدیخوا دواړو خواؤ دمزاکراتو څو پړاوونه سرته رسولي خو د سولې په اړوند لا کومې غوڅې معاهدې یا تړون ته نه دي رسیدلي.

دای پي په رپورټ کې راغلي چې تیره میاشت په قطر کې طالبانو سره خبرو کې زلمي خلیلزاد اؤ امریکایي ډلې زیات پام دې ته ګرځولی ؤ چې دطالبانو څخه باور ترلاسه کړي چې که امریکا دافغانستان نه خپل پوځونه وباسي نو طالبان دې ضمانت ورکړي چې دافغانستان خاوره به دامریکایي ګټو په ضد نه کارول کیږي، خو لا واضحه شوې نه ده چې امریکا دغه باور ترلاسه کولو ته څومره نزدې شوې ده.

په اوسنیو خبرو کې دملا عبدالغني بردار ګډون ته زیات ارزښت ورکول کیږي ا‌ؤ دطالبانو ویاند سهیل شاهین هم ویلي” دملا برادر ګډون ښایي چې مونږ دسولې خبرو ته څومره ارزښت ورکوؤ اؤ څومره لویې هېلې مو ورپسې تړلي دي”

طالب ویاند افغان دولت سره له خبرو انکار خپله کورنۍ معامله بللې خو په دې هکله یې د نور سپیناوي نه ډډه کړې ده

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG