لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال باجوه:اندېښنه ده چې هند نورې لاس پښې هم ووهي خو مونږ چمتو یو


دپاکستان پوځ دهیواد سیاسي مشرتابه ته دبندو دروازو ترشا دهند اؤ پاکستان ترمینځ دپیدا شوي جنجال په اړوند احوال تیر کړی اؤ دپوځ سرلښکر جنرال قمرجاوید باجوه ویلي چې دهند دلوري لا دنور خوځښت اندېښنه شته خو پاکستان خپلې دفاع ته په بشپړ ډول چمتو دی.

دبندو دروازو ترشا دا مهمه غونډه دچهارشنبې په ماښام دپارلیمان ماڼۍ کې وروسته له هغې شوې چې هند پاکستان کې دترهګرو په ځلو دبرید اؤ پاکستان د هند ددؤ الوتکو د رانسکورؤلو دعوې وکړې.

غونډه کې دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه،دبهرنیو چارو وزیرشاه محمود قریشي،دسینیټ مشرصادق سنجراني،دقامی اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر،قامي اسمبلۍ کې دمخالفې ډلې مشر شهباز شریف،دپیپلز ګوند مشر اصف زرداري اؤ نورو سیاسي مشرانو برخه لرله.

له غونډې وروسته دخپرې شوې اعلامیې له مخې دپوځ سرلښکر ،پوځي ویاند اؤ دهیواد دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي دهیواد سیاسي مشران دهند اؤ پاکستان ترمینځ دپیدا شوي جنجال دبیلابیلو اړخونو څخه خبر کړي دي.

اعلامیه کې راغلي چې دهیواد سیاسي مشرتابه په دغه مهال خپلو کې دیووالي څرګندونه کړې اؤ اؤ ویلي یې دي چې دهر تیري په صورت کې به سیاسي مشران خپلو کې یو موټی وي.

تر دې دمخه دپاکستان وزیراعظم عمران خان هم پخپله یوه وینا کې په هند غږ کړی ؤ چې باید امن ته موقعه ورکړي.

دبندو دروازو ترشا په دغه غونډه کې ویل شوي چې جګړه دحل هیڅ لاره نه ده اؤ څوک چې دامن پلوي دي هغوئ به برلاسي وي.

دهند اؤ پاکستان ترمینځ اړیکې وروسته له هغې بې کچه تاوژنې شوي چې په ۱۴مه فبرورۍ دهند په پلوامه سیمه کې یو ځانمرګي برید کې ۴۹ هندي سرتیري ووژل شول.

ددغه ځانمرګي برید ذمه واري جیش محمد ډلې پغاړه اخستې اؤ هند یې پړه دپاکستان په پوځ ور اړولې ده.

اوړمه ورځ هند دعوه کړې وه چې دپاکستان دخیبر پښتونخوا بالاکوټ سیمه کې یې دخپلو جنګي الوتکو دلارې دجیش محمد دترهګرو تر ټولو ستر مرکز په نخښه کړی چې له هغې وروسته دچهارشنبې په ورځ پاکستاني پوځ د دوؤ هندي الوتکو د رانسکورولو دعوه وکړه.

دغونډې پرمهال دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه سیاسي مشرانو ته ویلي چې پاکستان هند ته دهغوئ دتیري کوټلی جواب ورکړی خو اوس هم اندېښنه شته چې هند نورې لاس پښې هم ووهي خو پاکستان خپلې دفاع ته چمتو دی.

جنرال باجوه ویلي دپاکستان الوتکو دلائن اف کنټرول څخه سرغړونه نه ده کړې،دهند یوه الوتکه دپاکستان اؤ بله دهند په حد کې پریوتې ده.

پوځي مشر ویلي چې نړیوالو طاقتونو په وروستي پیدا شوي وضعیت اندېښنه ښودلې ده اؤ دامن دپاره خپل کردار ترسره کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG