لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ: امريکا د پاکستان او هند تاؤ تريخوالی کمولو او په سيمه کې د سولې هڅې کوي


د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ويلي د پاکستان او هند لخوا ځينې ښه خبرونه مخې ته راغلي او هيله يې څرګنده کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شخړه به زر پای ته ورسي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قرېشي د صدر ټرمپ په بيان د هغه مننه کړې ده.

د ځايي ميډیا ترمخه نوموړي ويلي د امریکې د دواړو هېوادونو مينځ ته راتلو سره به کړکېچ کم شي.

د امریکې صدر د زیارت، پنجشنبې په ورځ په وېتنام کې د شمالي کوريا د مشر کم جونګ اُن سره د ليدو په مهال رسنيو سره په خبرو کې د پاکستان او هند د روان کړکېچ په اړوند خبرې کړي دي.

هغه وويل امریکا د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچ راکمولو او په سيمه کې د سولې دپاره هڅې کوي.

د امریکايي صدر د څرګندونو نه وړاندې د امريکې د دفاع موقتي وزير پېټرک شناهان هم ويلي په پاکستان او هند ټینګار کړی چې نور د پوځي اقدام څخه ډډه وکړي.

پېنټاګون ويلي شناهان د سويلي اشيا د حالاتو په اړوند د امریکا د لوړ پوړو پوځي چارواکو سره خبرې کړي دي.

له دې وړاندې د امریکې د بهرنيو چارو وزیر مايک پمپيو هم د پاکستان او هند د بهرنيو چارو د وزيرانو سره په ټيليفون خبرې کړي او په دواړو يې غږ کړی چې کړکېچ کم کړي.

د شورو، پنجشنبې په ورځ پاکستان او هند دواړو ادعاوې کړي د یو بل جنګي الوتکې يې رانسکورې کړي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG