لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هند او پاکستاني پوځونو تازه ګواښونه: هر ډول جګړې ته بشپړ تیار یو


India Pakistan Army Chiefs

واشنګټن ــــ د هند یو پوځي جرنېل مېجر جنرل سریندرا سینګ مهل ویلي، د پاکستان له خوا د هر ډول برید ځواب ته چمتو دي. د هندي مطبوعاتو تر مخه جنرل مهل ویلي، تر څو چې په پاکستان کې د هغو ترهګرو ځالې موجودې وي، چې په هند کې جنګېږي، دوی به ورباندې بریدونه کوي.

د پاکستان له خوا د هند د جنګي الوتکو تر را غورځولو وروسته د هند د ځمکني، سمندري او هوایي پوځ اعلی افسرانو په یوه ګډ خبري کانفرنس کې د پاکستان د پوځ ځینې دعوې رد کړې او ویې ویل چې د پاکستان په بالاکوټ سیمه کې د هوایي بریدونو ثبوتونه لري او دا د هند د حکومت فیصله ده چې دغه ثبوتونه کله وړاندې کوي.

د هند د هوایي پوځ یوه افسر آر جي کې کپور په دغه خبري کانفرنس کې وویل، چې پاکستان د هند په ضد په بریدونو کې ایف 16 الوتکې استعمال کړې دي او په دې اړه یې د هغو میزایلو د ټوټو ثبوتونه وړاندې کړل چې له دغو الوتکو غورځول شوي وو.

ښاغلي کپور وویل، چې اې ای ایم توغندي یواځې له ایف 16 الوتکو څخه ویشتل کېدای شي. وایي د پاکستان هوایي ځواک غوښتل چې د هند پوځي مرکزونه په نخښه کړي، خو وایي بریدونه یې خطا تللي دي.

د هند د سمندري ځواکونو یوه افسر ډي ایس ګجرال په دغه خبري کانفرنس کې وویل، چې د پاکستان له خوا څه قسمه ګزار تمبولو ته تیار دي او د هېواد له ځمکني او سمندري ځواکونو سره کلک ولاړ دي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د شورو- چارشنبې په ورځ د پارلمان له غړو سره د لیدو په وخت اندېښنه څرګنده کړې، چې هند له خوا د پاکستان په ضد د کاروایۍ خطر اوس هم موجود دی.

د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل آصف غفور د زیارت- پنجشنبې په ورځ ویلي، چې ټول پوځ له هند سره د تاوتریخوالي له امله چمتو او هر ګزار ویلو ته تیار دی.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG