لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تښتېدلې سعودي خویندې د اسلام پرېښوولو له امله په هانګ کانګ کې له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي


واشنګټن ــــ دوې سعودي خویندې چې د اسلام د پرېښوولو له کبله د کورنۍ له خوا د سزا له ډاره هانګ کانګ ته تښتېدلې وې، پرون یې هلته د پاتې کېدو موده پای ته رسېدلې او اوس تر سیاسي پناه اخیستلو پورې له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.

دغو سعوددي خویندو چې فرضي نومونه یې "روان" او "ریم" ښوولي د خپل وکیل له خوا په خپاره شوي بیان کې ویلي، چې دوی اسلام پرېیښی او په دې ویره کې دي چې که دوی په زور سعودي ته بیرته ولېږل شوې نو و به و ژل شي.

دغه 18 کلنه او 20 کلنه خویندې پینځه میاشتې وړاندې له کورنۍ سره په رخصتیو له سعودي عربستانه سریلنکا ته تللې وې او غوښتل یې چې له هغه ځایه اسټرېلیا ته لاړ شي او هلته سیاسي پناه واخلي، خو وایي په هانګ کانګ کې یې سعودي چارواکو د مخته تګ مخه ونیوله.

هانګ کانګ د چین په جنوب ختیځ کې یو خپلواک ښار دی چې تر اوسه یې د ملګرو ملتونو د مهاجرینو د نړیوال کنونشن د 1951م کال قانون نه دی لاسلیک کړی او بهرنیانو ته سیاسي پناه نه ورکوي، ځکه نو دغو خویندو په کوم درېیم هېواد کې د سیاسي پناه لپاره درخواست ورکړی دی.

د سعودي خویندو وکیل مایکل ویډلر وایي، د سعودي حکومت د دوی پاسپورټونه په تېره نومبر میاشت کې منسوخ کړي او دا مهال دواړه خویندې د دوی د مرضۍ خلاف بندیزونو له امله له یوه ناڅرګند برخلیک سره مخ دي. وکیل ویډلر تېره ورځ په یوه بیان کې وویل:

"موږ نن د هانګ کانګ د امیګرېشن څانګې له خوا زموږ د ورکړل شوي درخواست تصدیق تر لاسه کړ، چې دغه خویندې تر هغه وخته همدلته پاتې شي تر کومه وخته چې په کوم بل درېیم هېواد کې د هغوی د پناه اخیستلو درخواست منل کېږي".

​د هانګ کانګ د امیګرېشن څانګې وي.او.اې ته ویلي، دوی نه غواړي پر داسې شخصي کېسونو څه ووایي او نه هم هلته د سعودي کونسلګرۍ په دې اړه څه ویلي دي، خو د سعودي خویندو وکیل وایي، هیله من دی دوی به په هانګ کانګ کې پرېښوول شي او د ژغورنې د بیړنۍ ویزې لپاره به یې درخواست ومنل شي.

د سعودي خویندو وکیل مایکل ویډلر.
د سعودي خویندو وکیل مایکل ویډلر.

وکیل ویډلر د پنجشنبې- زیارت په ورځ پر ټویټر ولیکل، روان او ریم خویندې وایي دوی په هانګ کانګ کې د ویرې په حالت کې اوسېږي او وایي 13 ځله له یوه ځایه بل ځای ته وړل شوې دي، ځکه چې وایي سعودي چارواکي ورپسې ګرځي. دغو خویندو ویلي:

"موږ غواړو څومره ژر چې ممکنه وي د ځانونو د ژغورنې په خاطر کوم درېیم هېواد ته لاړې شو او موږ زیاته هیله لرو چې دا کار به ژر وشي او د هانګ کانګ حکومت به تر هغه وخته موږ ته دلته د اوسېدو اجازه راکړي".

دغه خویندې وایي سعودي چارواکو غوښتل دوی بیرته سعودي ته ستنې کړي، چې وایي هلته به هم د ښځو د یواځې سفر په تور د قانون له مخې سزا شوې وای او هم به یې د اسلام د پرېښوولو په خاطر ژوند خطر ته لوېدلی وای.

اتلس کلنه سعودۍ رهف القنون چې په کېنېډا کې یې پناه واخیسته.
اتلس کلنه سعودۍ رهف القنون چې په کېنېډا کې یې پناه واخیسته.

د بشري حقونو لپاره کارکوونکې ادارې د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنېسټي انټرنېشنل تېره اوونۍ په یوه بیان کې وویل، د هانګ کانګ چارواکو ته پکار ده چې دغو خویندو ته هلته د اوسېدو او درېیم هېواد ته د سفر کولو اجازه ورکړي.

دا په یوه کال کې دویمه پېښه ده چې سعودي نجونې د خپلې کورنۍ او هېواد د سختو قوانیو له کبله- چې ښځې پکې ازادي نه لري- خپل هېواد او اسلام پرېږدي او نورو هېوادونو ته پناه وړي. څو میاشتې وړاندې 18 کلنه رهف القنون هم اسټرېلیا ته د تلو په وخت په تایلېنډ کې ونیول شوه، چې وروسته د ملګرو ملتونو په غوښتنه خوشې شوه او په کېنېډا کې ورته پناه ورکړل شوه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG