لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا وايي مالوموي چې پاکستان د هند الوتکه په اېف-۱۶ ويشتلې ده؟


امریکې د اتوار/يکشنبې په ورځ ویلي، د دې مالومولو هڅه کوي چې پاکستان د هند د جنګي الوتکې ويشتلو دپاره د امریکې جوړه اېف-۱۶ الوتکه کارولې ده که نه ده؟.

د رويټرز د رپورټ ترمخه امريکا ويلي که پاکستان اېف-۱۶ کارولي وي په داسې کولو سره به دا په ممکنه ډول د دې الوتکې د اخيستو د ټړون څومره سرغړونه وي.

په اسلام اباد کې د امریکې سفارتخانې ويلي د دغو رپوټونو جاج اخلي چې پکې ادعاوې شوي پاکستان د هند جنګي الوتکه په اېف-۱۶ الوتکه ويشتې او رانسکوره کړې يې ده.

ويل کيږي چې د اېف-۱۶ د اخستو په مهال د دې الوتکې د کارولو دپاره حدود ټاکل شوي وو خو د هغې په اړوند ترسره شوي تړون کې کوم حدونه ټاکل شوي دي دا واضحه نه ده.

خو د دفاعي چارو کارپوهان وايي چې اېف-۱۶ الوتکه يواځې د دفاع دپاره کارول کېدی شي نه چې د بريد دپاره.

تېره اوونۍ پاکستان ادعا کړې وه چې د هند دوه جنګي الوتکې يې رانسکورې کړي او يو هندي پايلټ يې نيولی ؤ.

هند بيا ادعا کړې وه چې د پاکستان يوه الوتکه يې نسکوره کړې اوچارواکو يې رسنیو ته یې ځينې ټکړې ښکاره کړې چې د اېف-۱۶ الوتکې د لارې ميزايل کارول شوی ؤ.

د پاکستان د پوځ وياند د هندي الوتکو د رانسکورولو د احوال تېرولو په مهال خبريالانو ته ويلي پاکستان په دغو عملیاتو کې اېف-۱۶ الوتکه نه ده کارولې.

وروستو پاکستان د هند نيولی پايلټ ابي نندن خوشی کړی او وزیراعظم عمران خان يې ويلي د خېرخواهۍ په اساس هندي پايلټ خوشي کوي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د تازه کړکېچ وروسته پاکستان خپلې هوايي لارې تړلې او اوس يې هم د لاهور، سيالکوټ او فېصل اباد هوايي اډې د پروازونو دپاره نه کارول کيږي.

پاکستان وايي پوځ يې د جنګي حالاتو په څېر چوکس دی، او د دواړو هېوادونو لخوا په يو بل باندې په لاين اف کنټرول باندې د ډزو تورونه لګول کيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG