لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرپښتونخوا، قبايلي ضلعو او بلوچستان کې د باراني پېښو له امله ۳۲ کسان مړه شوي


د پاکستان د خېبرپښتونخوا صوبې په بېلابيلو برخو او قبايلي ضلعو کې د تازه بارانونو له امله رامنځته شوؤ پېښو کې ۱۹ کسان مړه او ۲۱ نور ژوبل شوي دي، تر ټولو زياتې مرګ ژوبلې په شمالي وزيرستان کې رامنځته شوي هلته ۱۱ تنه مړه شوي دي.

دغه رنګ په بلوچستان کې ۱۳ کسان مړه او ۱۲ نور ژوبل شوي دي.

د مرګ ژوبلو زياتره پېښې د بارانونو له امله د کورونو په راغورځېدو کې رامنځته شوي دي.

خېبرپښتونخوا

په خېبرپښتونخوا کې د افتونو په وخت د انتظام ادارې (پي ډي اېم ای) وياند تېمور علي وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وویل د جمعې د ورځې راهسې د پېل شوؤ بارانونو لړۍ پرون د اتوار/یکشنبې په ورځ پای ته رسېدلې ده.

هغه وويل په دغو بارانونو کې په صوبه کې دوه تنه مړه او لس نور ژوبل شوي دي.

قبايلي ضلعې

د دې ترڅنګ په قبايلي سيمو کې د افتونو په وخت د انتظام ادارې (اېف ډي اېم ای) وياند احسان داوړ وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وویل په قبايلي ضلعو کې د باراني پېښو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۷ تنه مړه او ۱۱ ژوبل شوي دي.

هغه وويل د بارانونو د لاسه ۵۷ کورونه په بشپړ او نيم ډول وران شوي دي.

داوړ زياته کړه په شمالي وزيرستان کې ۱۱ تنه مړه او اووه ژوبل، ۲۲ کورونه ړنګ، په مومندو کې دوه زنانه مړې شوي ۲۲ کورونو ته زيان ته اوختی دی، په جنوبي وزيرستان کې څلور کسان مړه (دوه زنانه دوه ماشومان) او شپږ کورونه اغېزمن شوي دي.

نوموړي وويل اېف ډي اېم ای د مړه شوؤ او ژوبلو سره د کورونو د تاوان دپاره مرستې اعلان کړي دي.

د مړ تن دپاره درې لاکه روپۍ او ژوبل دپاره يو لاک روپۍ، دغه ډول په بشپړ ډول د وران شوي کور دپاره درې لاکه او نيم وران دپاره يو لا ک روپۍ ورکول کيږی.

هغه زياته کړه په سيمه کې ځايي انتظاميې ته لارښوونه شوې چې چوکس وي او د خلکو مرستې دوامداره وساتي.

بلوچستان

د سيمې څخه د ډیوه خبریال حفيظ الله شېرانی وايي د بلوچستان صوبې د افتونو په وخت د انتظام ادارې (پي ډي اېم ای) ویاند فېصل نسيم ورته ویلي د بارانونو له امله په رامنځته شوؤ پېښو کې ۱۳ تنه مړه شوي او ۱۲ نور ژوبل شوي دي.

د پي ډي اېم ای ترمخه شپږ تنه په ضلع لسبېله، يو په اواران، يو په مستونګ، يو په پشين او يو په قلعه عبدالله کې مړ شوی او په چمن کې شپږ تنه ژوبل شوي دي.

ویل شوي په صوبه کې لس زره کورنۍ د بارانونو او سېلابونو څخه اغېزمنې شوي دي.

د ادارې وياند ويلي په صوبه کې د کورونو او سړکونو ورانېدو مالومات رايوځای کولی شي.

د صوبې د ځینو برخو څخه د ځايي خلکو نه د ترلاسه شوؤ مالوماتو ترمخه ځينې لارې اوبو وړي دي او د واورو له امله هم خلک د سختو مشکلاتو سره مخ دي.

د صوبې د چارواکو په وېنا دوي خلکو ته په سمدستي ډول د خېمو او بسترو مرستې ور رسوي.

د موسمياتو د محکمې په وېنا نن د ګل/دوشنبې او سبا د نهې/سه شنبې په ورځ د ملک په زياتره برخو کې د شين اسمان امکان دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG