لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دهند اؤ پاکستان ترمینځ د اورګاډی تم شوی چلن بیا پیل شوی


دپاکستان اؤ هند ترمینځ پیدا شوي تاؤ تریخوالي کې له یو څه کمښت راتلو وورسته د سمجهوته ایکسپریس په نوم اور ګاډي هم یو ځل بیا خپل فعالیت پیل کړی اؤ تیره ورځ‌ یې دلاهور څخه په سختو امنیتي تدابیرو کې۱۸۵ مسافر هند ته رسولي دي.

تیره اوونۍ په پاکستان کې دهند لخوا دهوایي برید اؤ دپاکستان لخوا دوؤ هندي الوتکو د رانسکورولو ددعوؤ نه وروسته د زیارت په ورځ د واهګه له لارې دهند اټاري ریلوی اسټیشن ته دتلونکي اور ګاډي تګ ځنډول شوی ؤ اؤ وروسته یا دپاکستان خارجه وزارت هند ته د اور ګاډي دتګ دلړۍ تم کولو اعلان کړی ؤ.

اوس چې یو ځل بیا د اور ګاډی دچلند دا لړۍ پیل شوی نو دهاغو مسافرو په ګډون چې تیره اوونۍ هند ته له تګ پاتې شوي وؤ ۱۸۵ کسان په سمجهوته ایکسپریس کې هند ته رسول شوي دي.

سرچینې وایي دنور کله په پرتله داخل دمسافرو هند ته رسولو دپاره کللک امنیتي ګامونه اخستل شوي وؤ .

د زیارت په ورځ‌ د اور ګاډي دچلند دلړۍ تم کیدلو له امله د لاهور په ریل اسټیشن ګڼ شمیر مسافر بند پاتې شوي وؤ .

په دې مسافرو کې یو شمیر هاغه هم وؤ چې هند ته د رسولو په نیت د کراچۍ تر لاهور رارسول شوي وؤ خو بیا اور ګاډي د وړاندې تګ اجازه نه لرله.

د لاهور اؤ اټاري ترمینځ اوونۍ کې اور ګاډی دوه کرته چلیږي اؤ زیاتره کورنۍ چې دهند اؤ پاکستان ترمینځ په لږو مصارفو سفر کول غواړي نو په دغه اور ګاډي کې ځي‌.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG