لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات: د ماشومانو سره جنسي تيري کوونکي ته عدالت د ۲۳ کالو بند سزا اورولې


د خېبرپښتونخوا په سېلګرۍ سيمه سوات کې ضلعي عدالت د کم عمره ماشومانو سره جنسي تيري کوونکي تن ته د ۲۳کالو او د هغه دوه ملګرو ته د لسو، لسو کالو بند او جرمانې سزا اورولې ده.

د سوات سېشن جج ظفراقبال خان د هلکانو سره د جنسي تيري، د چا د تښتولو او ځان سره ساتلو ترڅنګ د نورو مادو لاندې اورنګزېب عرف رنګې ته ۲۳ کاله بند او څلور لاکه ۶۳ روپۍ جرمانه سزا اورولې ده.

او د هغه سره شريکو مجرمانو عمر خالق او سجاد ته يې لس، لس کاله بند او ۶۳، ۶۳ زره روپۍ جرمانه اورولې ده.

رنګی هغه وخت ښکاره شو چې په کال ۲۰۱۶م کې د يو ماشوم ورکېدو لټون روان ؤ او پولیسو هغه د سوات په ايئرپورټ روډ باندې په خپل ځای کې سره د ملګرو ونيولو او شپږ ماشومان يې ترې خوشي کړه.

د رنګی د جنسي ښکار شوي يو ماشوم پلار وي او ای ډیوه سره په خبرو کې ويلي داسې خلکو ته د تېزندۍ سزا ورکول پکار دي.

"د دوي دا کار دی بچي اغوا کول او بيا ورسره زياتی کول داسې خلکو ته خو سرعام پهانسي پکار ده چې عدالتونه يې ټول وړاندې شوی هم دی، که دوي له پهانسي ورکړی شوی وی نو نورو خلکو به ترې عبرت اخيستی ؤ".

یو ماشوم هلک چې رنګی تښتولی ؤ وي او ای ډیوه سره په خبرو کې وويل، "اورنګزېب او سجاد زه اوچت کړی ؤم بې هوشه کړی يې ؤم او ۱۳ ورځې ورسره ؤم".

د پوليسو په وېنا د رنګی د نيولو په وخت يې دهغه نه موبايل ترلاسه کړی او د هغه په موبايل کې يې داسې ويډيوز ليدلې چې د ماشومانو سره یې د جنسي تيري په وخت جوړې کړې وې.

د پوليسو په وېنا رنګی سره د ملګرو د ۳۰۰ نه زياتو ماشومانو سره جنسي تيري کړي او د دغو ماشومانو عمرونه به د ۱۰ نه ۱۸ کلونو پورې وو.

په پاکستان کې يوه غيرسرکاري اداره ساحل وایي، په دې هېواد کې هره ورځ ۱۱ ماشومان له جنسي تېریو سره مخ کېږي او دا هغه شمېر دی چې رپورټ کيږي او اصل شمېر تر دې ډېر زيات ګڼل کېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG