لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند: ایف-16 جنګي الوتکو ته د جواب ویلو لپاره رافېل جنګي الوتکو ته اړتیا لرو


واشنګټن ــــ د هند حکومت له پاکستان سره د روانې شخړې په ترڅ کې ویلي، چې د خپل فضایي حدود د ساتلو په مقصد د پاکستان له خوا ایف- 16 جنګي الوتکو ته د جواب ویلو لپاره د فرانس جوړو رافېل جنګي طیارو ته اړتیا لري.

د هند اټارني جنرل کې کې وینو ګوپال د چارشنبې- شورو په ورځ له فرانس سره د وسلو د تړون په ضد رد کړل شویو درخواستونو ته د بیاکتنې د اورېدنې په مهال سپریم کورټ ته وویل:

"رافېل جنګي الوتکو ته د دې لپاره اړتیا لرو چې له ایف-16 الوتکو څخه خپله دفاع په وکړو چې په وروستیو کې پر موږ وکارول شو".

وینو ګوپال سپریم کورټ ته وویل، چې له رافېل الوتکو پرته د ایف-16 جنګي الوتکو مقابله نه شي کولای او وایي د دې لپاره د رافېل الوتکو دوې برخې هند ته ورځي، چې لومړۍ به یې د روان کال په سپټمبر کې ور ورسېږي.

د هند اټارني جنرل ویلي، که څه هم ایم ای جي-21 جنګي الوتکو یې هم د ایف- 16 الوتکو په ضد ښه مقابله وکړه، خو وایي رفال جنګي الوتکو ته اړتیا لري.

راپور زیاتوي، هند له پاکستان سره تر وروستي اخ او ډب وروسته د 36 رافېل ډوله فرانسوۍ الوتکو د اخېستلو امر کړی دی.

ولې رافېل ډوله جنګي جېټ الوتکې:

د رافېل ډوله الوتکو له ترلاسه کولو سره به د هندوستان د هوايي ځواک وړتیاوې زیاتې شي، ځکه دا الوتکې دوه انجنه لري او ډول ډول وسلې له ځان سره لېږدولی شي.

له دغو الوتکو څخه نه یواځې هوايي وړتیاوې زیاتېږي بلکه په اټومي ماموریتونو کې هم کارول کېدای شي.

ددغو الوتکو لېدل هم ستونزمن وي او په درې ډوله کې جوړېږي او د خپلو ځانګړو وزرو له امله په هوا کې ډول ډول مانورونه ترسره کولای شي.

رافېل الوتکې د خپلو دوو انجونو پر زور په یو ساعت کې ۱۹۱۲ کیلومټره واټن وهي او په یو ساعت کې تر ۱۳۹۰ کیلومټرو پورې پورته ته الوتلی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG