لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

۸ مارچ د ښځو ورځ: ډاکټر صفورا وایي په کامیابۍ کې یې لوی لاس د مور دی


واشنګټن ــــ په پښتونخوا کې د کېنسر هسپتال ارنم پخوانۍ مشره ډاکټر صفورا شاهد وايي چې کله یې د ډاکټرۍ تعلیم پوره کړو نو هغه وخت ارنم هسپتال نوی نوی جوړ شوی وو او مریضان به هم ورته ډېر راتلو چې زیاتره به بې وسه او غریب وو، نو د دوی د خدمت جذبې له سوچ سره دې په دې کې کار شروع کړو.

ډاکټر صفورا وايي چې نن دا د کامیابۍ په کومې پوړۍ ولاړه ده، د دې په شا یې د مور ډېر لاس دی چې هغه وخت کې چې خلکو به په لوڼو تعلیم نه کاوه، مور به ورته ویل لکه د هلکانو ښه ډېر تعلیم به کوي.

ډاکټر صفورا له خپل خاوند سره.
ډاکټر صفورا له خپل خاوند سره.

ښځو ته په خپل پیغام کې ډاکټر صفوره وايي چې د دوی اولنی فرض د خپل ځان خیال ساتل دي ځکه چې ښځه د کور مهمه ستن وي نو چې ستن مضبوط وي ټوله ودانۍ مضبوطه وي. مور پلار ته په خپل پیغام کې دا وايي چې د لوڼو په پیدا کېدو مه خفه کیږئ، لوڼه د زامنو نه کمې نه وي. د دوی تعلیم ته توجو ورکړئ او دوی د ټولنې کامیابه غړې جوړې کړئ.

له ډاکټر صفورا سره د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت ماه وش جلیل مرکه کړې ده، چې د لاندې لینک له لارې یې اورېدلای شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:06:27 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG