لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکایي کانګریس ته دافغان جګړې پائ ته د رسولو قانوني مسوده وړاندې کړل شوې


دامریکایي کانګریس دوؤ غړو افغانستان کې دقابو دوؤ لیسزو نه د روانې جګړې ختمولو دپاره قانوني مسوده کانګریس ته وړاندې کړې ده.

داقانوني مسوده په داسې مهال کانګریس ته وړاندې کړل شوې چې امریکایي چارواکي اؤ طالبان افغانستان څخه دامریکایي ځواکونو په وتلو اؤ دترهګرۍ د له مینځه وړلو په بابله په خبرو اترو بوخت بوخت دي.

کانګریس ته دا قانوني مسوده د ري پبلکن ګونډ غړي سینیټر رینډپال اؤ اؤ ډیموکریټ‌سینیټر ټام اوډال وړاندې کړې ده چې نوم ورته “افغان ایکټ ۲۰۱۹” ورکړل شوی دی.

ددې قانون لاندې به واشنګټن افغانستان کې دخپلې ګټې اعلان کوي

قانوني مسوده کې ویل شوي چې” په راتلونکې یوه نیمه میاشت کې به یو پلان جوړولی شي چې دهغې له لارې به دبهرنیو ځواکونو د وتلو یوه رسمي تګلاره ټاکل کیږي اؤ دیو کال په موده کې به ټول امریکایي پوځيان دافغانستان څخه بیرته رابلل کیږي”

دا قانوني مسوده زیاتوي “دسیاسي جوړجاړي عمل به دافغانستان داساسي قانون له مخې عملي کیږي اؤ په دې عمل کې به دکابل مرسته کولی شي”

د سینیټر پائل په بیان کې ویل شوي چې “اوږده جګړه زمونږ ملي امنیت کمزورری کوي،راتلونکی نسل مو د سختو پورونو له امله تباه کوي اؤ دښمنان مو لا پسې سیوا کوي چې دا زمونږ دپاره یو ګواښ دی”

هغه زیاته کړې چې د۱۱م ستمبر۲۰۰۱ په برید القاعده ته د سزا ورکولو مشن سرته رسیدلی اؤ اوس وخت راغلی چې باید دا اوږده جګړه ختمه کړل شي.

سینیټر پاول ویلي چې افغان جګړه کې امریکایي پوځ د ۲۳۰۰ سرتیرو قرباني ورکړې ده اؤ شاه وخوا ۲۰زره سرتیري ژوبل شوي هم دي، په دې جګړه کې امریکا تر اوسه دوه ټریلین مصارف زغملي اؤ هرکال پر دې جګړه ۵۱ اربه ډالر اضافي لګښت کیږي.

هغه زیاته کړې ده چې دا پیسې د امریکا په سیمه ییزو اړتیاؤ هم مصرف کیدلی شي.

سینیټر پاول ددې قانوني مسودې وړاندې کولو څخه دمخه خپل یو ویډیوي پیغام کې په افغان جګړه د شوؤ لګښتونو یادؤنه کړې ده.

هغه ویلي چې” اوس به افغانانو ته خپل مصارف پخپله پورته کول وي،اوس وخت راغلی دی چې امریکا دې جګړه کې دخپلې ګټې اعلان وکړي ،اوس پخپل هیواد کې د رغونې وخت دی نه چې په افغانستان کې”

امریکایي کانګریس ته دا قانوني مسوده په داسې وخت کې وړاندې کړل شوې چې د ټرمپ انتظامیه طالبانو سره دسولې په خبرو بوخته ده ترڅو دامریکې دتاریخ تر ټولو اوږده جګړه پائ ته ورسوي.

صدر ټرمپ تیرو میاشتو کې اعلان کړی ؤ چې که طالبانو سره خبرې اترې ګټورې ثابتې شي نو هغه چمتو دی چې افغانستان کې دامریکایي پوځیانو شمیره راټیټه کړي.

افغانستان کې سولې دپاره دامریکا دځانګړي استازي زلمي خلیل زاد اؤ طالبانو ترمینځ دا مهال په قطر کې دسولې خبرې روانې دي اؤ دواړه خواوې دعوه کوي چې په دغو خبرو کې دسولې په اړوند غوره پرمختګونه شوي دي.

افغانستان کې دتیرو ۱۷ؤ کالو راهسې روانه دې جګړه کې دمحتاطو اندازو له مخې تر اوسه یو نیم لک نه زیات کسان وژل شوي چې پکې عام وګړي،دافغانستان اؤ نړیوالو ځواکونو عسکر، بهرني کارمندان اؤ وسله وال شامل دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG