لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د تندروه ډلو پرضد عمليات او قامي بهير کې ګډولو خبرې، د څيړونکو نظر


په پاکستان کې يو لور ته د ترهګرۍ ضد قامي تګلارې لاندې د لاقانونه ګرځول شوؤ ډلو غړي نيول پېل شوي او بل لور ته بیا د دغو ډلو په قامي بهير کې راوستو دپاره بحث هم روان دی.

د کورنيو چارو د وزارت ترمخه په هېواد کې د لاقانونه ګرځول شوؤ ډلو پرضد عملیاتو کې د دغو ډلو ۱۲۱ غړي په حفاظتي ولقه کې اخيستل شوي دي.

نن د زیارت/پنجشنبې په ورځ د کورنيو چارو وزارت د هېواد د بېلابيلو برخو څخه د لاقانونه ګرځول شوؤ تندروو ډلو د غړو د په حفاظتي ولقه کې اخيستو ویلي دي.

ويل شوي په دغو عملياتو کې په پېښور، کوټه، اسلام اباد، کراچۍ او د پنجاب په بېلابیلو برخو کې د تندروه ډلو ۱۸۲ مدرسې، ۳۴ کالجونه او سکولونه او د پينځه هسپتالونو په ګډون يې ۱۶۳ ډسپنسريانې، ۱۸۴ اېمبولنسونه او اته دفترونه يې په دولتي ولقه کې اخيستې دي.

د چارواکو په وېنا د ترهګرۍ ضد قامي تګلارې لاندې په عملياتو کې د لاقانونه ګرځول شوې ډلې جېش محمد د مشر مسعود اظهر ورور مفتي عبدالرؤف او د هغه زوی حماد اظهر هم په حفاظتي ولقه کې اخيستل شوي دي.

په پاکستان کې چې يو لور ته د لاقانونه ګرځول شوؤ ډلو پرضد عمليات پېل کړی شوي نو ورسره د دغو وسله والو ډلو په قامي بهير کې راوستلو خبرې هم روانې شوي دي.

پرون د پاکستان پيپلزګوند مشر بلاول بټو زرداري پارلیمان ته په خپله وېنا کې د حکومت دغه پاليسي رد کړې او ویلي يې ؤ چې په کال ۲۰۱۴م کې په پېښور کې په سکول د ترسره شوي ترهګر بريد وروسته پارليمان په متفقه ډول د تندروۍ پرضد یو اصولي دريځ خپل کړی ؤ.

هغه ويلي ؤ اوس رياست له د تندرو ډلو په قامي بهير کې د شاملولو خيال د کوم ځای نه راغلو. هغه پوښتنه کړې وه چې په قامي تګلاره عمل ولې نه کيږي.

د تندروه وسله والو ډلو په قامي بهير کې شاملولو په اړوند په اسلام اباد کې د څيړنيزې ادارې (سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکيورټي سټيډيز) مشر امتياز ګل وايي، د داسې کولو مطلب د دغو ډلو دريځ اورېدو ته يو ځای ورکول او په ټولنه کې د هغوي د قبلولو لارې چارې او روزګار موقعې لټول دي.

"پکار ده چې په پارليمان کې په دې خبرې اترې وشي او بیا سياستمداران او پوځ یو ځای کښېني او په مشورې سره یو پلان ورته جوړ کړي ولې چې دا په خبرو خو نه کيږي".

په لاهور کې د يوې بلې څيړنيزې غېر دولتي ادارې مشر راشد رحمان وايي، دا ډلې د پاکستان رياست د خپلې خارجه پاليسۍ د مقصدونو ترلاسه کولو دپاره جوړ کړي وو.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، دی نه پوهيږي چې دا خلک به په قامي بهير کې څنګه شاملولی شي ځکه چې دوي یواځې د تشدد او جګړې توان لري.

"یوه خبره دا کيږي چې دوي په نيم پوځي ادارو کې شامل کړي خو دلته سوال دا دی چې د دغو ډلو خلک چې د رياست په وېنا ترهګر دي هغه څنګه په نيم پوځي ادارو کې راوستل کېدی شي دا د پوهې نه بهر ده".

نوموړی وايي د ترهګرۍ پرضد د رياست پاليسي د تضاداتو ښکار ده او وې ويل چې دا روان عملیات به ښکاره کړي چې رياست د دغو خلکو په ختمولو کې څومره سنجيده (جدي) دی.

ځینې څيړونکي په دې خيال دي چې په پاکستان کې له دې وړاندې هم د دغو ډلو پرضد داسې ډول اقدامات شوي خو هغه د نړيوال فشار له امله شوي او یوه ډله په بل نوم بيا مخې ته راغلې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG