لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان له سندهـ ايالت  څخه خپل زرګونه کاله زاړه اثار بېرته ترلاسه کړل


د بلوچستان د لرغونو اثارو د محکمې لوړ پوړي افيسر (اسسټنټ کيوريټر) جهانزيب ګل بنګش ډيوه ته وويل چي دوی له څلويښت کالو ورسته په دې وتوانيدل چي لرغوني توکي بلوچستان ته بيرته را وړي ۔

"موږ‎ څلويښت کاله وروسته د سندهـ ايالت په سر ښار کراچۍ کې له (نيشنل ميوزيم اف پاکستان ) څخه د بلوچستان 20675 لرغوني توکي تر لاسه کړل او د دوؤ لاريو په وسيله مو د سړک له لارې کوټې ته را ورسول "

د جهانزيب ګل په وينا دغه لرغوني توکي له پنځوؤ زرو څخه تر اوو زرو کالو زوړ تاريخ لري " دا توکي د بلوچستان له ضلع بولان له لرغوني تهزيب ځائ مهر ګړ ،د ضلع کوټې له کلي ګل محمد ،قلات او د ايالت له نورو سيمو څخه د شپيتم او ايایم په لسيزو کې موندل شوي وو.

"دا لرغوني توکي د فرانس ،جرمني ،اطالوي او امريکې لرغون پوهانو موندلي وو "

د بلوچستان د کلتور او د سيلګرۍ د محکمې سکتر ظفر بليدي په وينا د بلوچستان اوسني حکومت د سندهـ حکومت ته رسمي خط ليکلی او ورڅخه يې د خپلو د لرغونو توکو بيرته بلوچستان ته د ورکولو غوښتنه کړې وه ، او دسندهـ حکومت د دوی غوښتنه منلې.

هغه زياته کړه چې بیرته راوړل شوو لرغونو توکو کښې لوښې ، غاړګۍ ، منګي ، مجسمې ، د پخوا وخت سيکې (روپۍ) ،قيمتي ډبرې ، او نور توکي شامل دي ۔

د بليدي په وينا په ددې تاريخي توکو د خوندې کولو لپاره هغه وخت په بلوچستان کې ځای نه ؤ خو اوس يې د خوندي کولو ځای (ميوزيم )ورته جوړکړی ځکه يې دا توکي بيرته راوړي۔

د جهانزيب ګل په وينا لرغوني توکي به د بلوچستان پوهنتون کوټې په نوي جوړ شوي ميوزيم کې اېښودل کیږي او خلکو ته به د دې توکو د ليدولو اجازه ورکوي ۔

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG