لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اردوغان او مودي د هند او پاکستان ترمنځ د پولې پر حالاتو خبرې کړي


واشنګټن: د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د هندوستان له لومړي وزیر نریندرا مودي سره د هند او پاکستان ترمځ د پولې پر سر د تازه حالاتو په اړه خبرې کړې دي.

د ترکیې د ولسمشر د اړیکو له دفتر څخه په یو خپور شوي بیان کې د ګل یا دوشنبې په ورځ ویل شوي دي چې د اردوغان او نریندرا مودي په دغو ټیلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو پر اړیکو هم خبرې شوې دي.

اردوغان د فیبرورۍ په وروستیو کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره هم په ټیلیفوني خبرو کې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ په وروستیو اړیکو باندې خبرې کړې وې.

اردوغان همدارنګه د مارچ د میاشتې په اتمه نېټه د هند او پاکستان د لانجې په اړه د ملګروملتونو له عمومي منشي انټونیو ګوتاریس سره په ټیلیفون باندې خبرې کړې وې.

که څه هم د هند او پاکستان ترمنځ جګړه اوس سړه شوې ده خو بیا هم د دواړو لوریو لخوا په کشمیر کې د خال خال ډزو راپورونه راځي.

په یوه تازه راپور کې د پاکستان د پولیسو یو مشر ویلي چې هندي ځواکونو په لانجمن کشمیر کې په پاکستاني لوري باندې ډزې کړي چې په ترڅ کې یې یو ۷۰ کلن سړ وژل شوی دی.

د سیمیزو پولیسو مشر ارشد نقوي د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل چې وژل شوي سړي غوښتل خپله لور وویني او یو خوندي ځای ته یې له ځانه سره بوځي.

د هند او پاکستان ترمنځ وروسته له هاغې کړکېچ زیات شو کله چې د فیبرورۍ په ۱۴ نېټه په هندي کشمیر کې د یو ځان وژونکي برید په ترڅ کې ۴۰ هندي نیمه سرتیري ووژل شول او د برید پړه بیا پاکستانۍ ترهګرۍ ډلې جېش محمد په خپله غاړه واخېسته.

ددې په ځواب کې د هند جنګي جټ الوتکو د فیبروۍ په ۲۶ نېټه د پاکستان په خاوره کې ۴۰ کیلومټره دننه د خیبر پښتونخوا په بالاکوټ نومې سیمه کې د ترهګرو مرکزونه په نښه کړل او بېرته خپل هېواد ته خوندي ستنې شوې.

هند دعوا کړې وه چې په دغه برید کې یې په ګڼ شمېر ترهګر وژلي او د هغوي روزنیز مرکز یې ویجاړ کړی.

هند دا هم ویلي چې پاکستان ددغه برید په اړه د معلوماتو د پټولو هڅه کوي.

تر دې یوه ورځ وروسته یعنې دفیبروۍ په ۲۷ نېټه د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وویل چې د هندوستان دوه جنګي الوتکې یې وروسته له هاغې وویشتې کله چې د دوی خاورې ته واوښتې.

د یوې جنګي الوتکې پیلوټ هم پاکستان نیولی وو چې بیا د مارچ په لومړئ نېټه تر خوشې کېدو وروسته بېرته هندوستان ته ولاړ.

بل لوري ته د مارچ په لومړۍ نېټه د هند د هوايي ځواک مشر هم ادعا کړې وه چې د پاکستان اېف- ۱۶ جنګي الوتکه يې نسکوره کړې او هغه د پاکستان لوري ته غورځېدلې وه.

خو د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل اصف غفور ويلي ؤ پاکستان د هند دوه جنګي الوتکې نسکورې کړي او د هند يو پايلټ يې نیولی دی کومه پاکستانۍ الوتکه نه دی نسکوره کړای شوې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG