لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د عثمان شينواري په يو اوور کې درې وکټې اخيستل او درې رنزونه ورکول


د خېبر قبايلي ضلعې سره تعلق لرونکی عثمان شينواري د کوټه ګلېډي اېټرز پرضد بالينګ کې په وروستي اوور کې درې لوبغاړي اؤټ کړي او درې رنزونه يې ورکړي او خپله د کراچۍ کنګز لوبډله يې د پلی اپ پړاؤ ته رسولې ده.

شينواری د پاکستان سپر ليګ څلورم (پي اېس اېل) په لوبغاړو کې يو ياد بالر دی.

شينواري وروسته له هغې د کرکټ د مينه والو پام نور ځان پله وګرځولو چې د کراچۍ او کوټې د لوبډلو ترمنځ روانه سيالي په وروستي (۲۰م) اوور کې په خوندوره مرحله کې وه او شينواري ته بال ورکړی شو.

د کوټې لوبډلې ته د هدف ترلاسه کولو دپاره یواځې پينځه رنزونه پکار وو او په دغه وخت کې يې يواځې څلور لوبغاړي اؤټ شوي وو.

شينواري له چې ۲۰ اوور ورکول کېدو هغه له دې وړاندې درې اوورونه کړي او ۴۰ رنزونه يې ورکړي یو لوبغاړی يې نه ؤ سوځولی.

نوموړي د ۲۰م اوور لومړی بال بېټسمېن انور علي ته وکړو او هغه پرې يو رنز جوړ کړو.

هغه دوېم بال محمد شهزاد ته وکړو او شهزاد يې په کېچ اؤټ کړو. شهزاد په ۹۹ رنزونو اؤټ شوی ؤ، هغه په ۱۷م اوور کې په شينواري درې چکې/ شپږيزي وهلې وې.

شينواري درېم بال انور علي ته وکړو او هغه يې هم اؤټ کړو، په څلورم بال محمد نواز يو رنز جوړ کړو.

شینواري په پينځم بال د کوټې د لوبډلې کپتان سرفراز احمد اؤټ کړو او په وروستي بال سهېل تنوير په رنز جوړولو کې کامياب شو او دغه شان د کراچۍ لوبډلې دغه سيالي په یو رنز وګټله.

شينواري په غوره بالينګ د لوبې غوره لوبغاړی ګرځول شوی ؤ.

په ياده لوبه ګټلو د کراچۍ لوبډلې دوېم پړاؤ پلی اپ ته رسېدلې ده.

د پي اېس اېل څلورم په شپږو لوبډلو کې نزدې ۲۴ پښتانه لوبغاړي اخيستل شوي چې زيات شپږ لوبغاړي يې د کوټې په لوبډله کې شامل دي.

په دوېم نمبر زيات پينځه لوبغاړي د کراچۍ په لوبډله کې دي، پېښور زلمي کې څلور پښتانه لوبغاړي اخیستل شوي خو زياتره يې نه دی لوبول شوي.

په لاهور قلندر کې درې او ملتان سلطان کې دوه پښتانه لوبغاړي اخیستل شوي وو، دا دواړه لوبډلې د ټورنامنټ څخه بهر شوي دي.

په اسلام اباد يونايټډ کې دوه پښتانه لوبغاړي شامل دي.

د پي اېس اېل څلورم فاينل په ۱۷م مارچ د کراچۍ په نيشنل لوبغالي کې ټاکل شوی دی. تېر کال د اسلام اباد لوبډلې د پي اېس اېل اتلولي ګټلې وه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG