لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د ګېسو او تېلو د پلټنو لپاره بهرنیو کمپنیو ته مالي اسانۍ ورکوي


واشنګټن ـــــ د پاکستان یو لوړپوړی حکومتي چارواکی وایي، حکومت غواړي د تېلو د کمي پوره کولو لپاره بهرنیو پلټونکو او سرمایه کارانو ته په راتلونکي کال کې د ګېسو د موندلو او را ایستلو اسانتیاوې ورکړي. دغه چارواکی هیله من دی چې د وسلوالو د تشدد کمېدل او د طبعي زېرمو د پلټنې په تګلاره کې بدلون به بهرنۍ کمپنۍ سرمایه کارۍ ته تیار کړي.

د جنوبي اېشيا د طبعي زېرمو د دې شتمن هېواد اکثره معدني زېرمې په دې سربېره چې په 1950مه لسیزه کې موندل شوې وې، تر اوسه ناپلټلي پاتې دي. ویل کېږي چې د دې سیمې د عادي ګېس ذخیرې 560 اربه مکعب فوټه او د شیل ګېس ذخایر یې سل ټريلیونه مکعب فوټه ته رسېږي.

اوس مهال د ایټالویان د ENI او د متحده ایالتونو د ایکزون موبایل کمپنۍ په ګډه د پاکستان د عربي سمندر د ګېسو د ذخیرو په کیندنو بوختې دي او ګڼې نورې لوېدیځې کمپنۍ شته چې یوه لسیزه وړاندې د اسلامپالو وسلوالو د تشدد له امله تښتېدلې او بیا نه دي را ستنې شوې.

د عمران خان د ادارې له خوا د انرجۍ په برخه کې د اصلاحاتو د کاري کمېټۍ مشر ندیم بابر رویټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي، چې د پاکستان حکومت د طبعي ګېس په برخه کې د خپلو قوانینو په اصلاح او د شېل ګېس د لومړۍ تګلارې په ترتیبولو بوخت دی او د دې کال په وروستیو کې به د لایسنسونو ورکړې هم پيل کړي.

بابر وایي تر دې دمه د وچې پر سر د ګېسو تر 30 زیاتې زېرمې په نخښه شوې او حکومت غواړي یوه لویه برخه یې د لایسنس د ورکړې په دوو مرحلو کې د 2019م کال تر پایه پورې لیلام ته وړاندې کړي. بابر وایي:

"زه تمه لرم چې موږ به د دې کال تر پایه که شل نه وي نو لږ تر لږه لس دغه زېرمې د پلټنو لپاره وړاندې کړو. د پاکستان د ګېس په کورني تولید کې په تېرو پینځو کلونو کې نه یواځې زیاتوالی نه دی راغلی، بلکې د پاکستان د تېلو وزارت د کلني راپور پر اساس، په 2017م او 2018م کې له 1.51 ټريلین مکعب فوټ څخه 1.46 ټريلین مکعب فوټه ته را کم شوی هم دی، ځکه خو په پاکستان کې د ګېس سخت کمښت راغلی او د صنعتونو او انرجۍ د پیدا کوونکو کمپنیو غوښتنې یې لوړې کړې دي".

د پاکستان د تېلو او ګېسو د ادارې د راپور له مخې په 2017م او 2018م کې د پاکستان د ګېسو غوښتنه 6.9 ارب مکعب فوټه وه چې دا تر ورځني پیداوار درې ارب مکعب فوټه لوړه ده. په داسې حال کې چې ښایي په 2018م او 19م کې دا غوښتنه 6.97 ارب مکعب فوټه او په 2019م او 20م کال کې 7.06 اربه میټره مکعب ته ورسېږي.

د کمي پوره کولو لپاره پاکستان د مایع ګېس د راوړلو دوه مرکزونه جوړ کړي. دا چې مایع ګېس ارزانه دی، اسلام آباد غواړي چې بهرنۍ کمپنۍ د ګېسو کورنۍ سرچینې ورته را وپلټي.

بابر وایي پاکستان د شيل ګېس د تګلارې مسوده هم چمتو کړې او د روان کال تر پایه به بشپړه شي او په 2020م کال کې به د لایسنس ورکړې لومړۍ مرحله بشپړه کړي. د متحده ایالتونو د نړیوالې پراختیا ادارې یا USAID یوه وروستۍ څېړنه ښیي چې پاکستان یواځې په سیند صوبه کې تر سل ټریلینه مکعب فوټه زیات ګېس لري چې تر لسيزو پورې اوسنۍ غوښتنه پوره کولای شي.

بابر وایي، د طبیعي ګېس د پیداوار زیاتولو لپاره یوه اساسي لاره دا ده چې سرمایه کارانو ته د پایپلاین کارولو په برخه کې ارزانه او باوري اسانۍ ورکړل شي او د دې برخې د تګلارې مسوده تر کار لاندې ده.

بابر وایي په دې لړ کې د پایپ لاین د عملیاتو اوسنۍ ټولې تګلارې ته به له سره کتل کېږي چې محدودیتونه را کم او لاسرسی ورته اسانه کړای شي. بابر وایي، هغه زېرمې چې لیلام ته وړاندې شوي، غني برېښي او ښه ډېټا یې موجوده ده او د سعودي د آرامکو، ایکزون موبایل او د روس د ګازپروم شرکتونو دلچسپي پکې ښوولې ده.

بابر وایي، تر اوسه پورې د پاکستان د برخې یواځې 4 فیصده پلټل شوې او په هرو درو کیندل شويو څاګانو کې په یوه کې ګېس موندل شوي چې دا تر نړیوال اوسط لوړه کچه ښیي. بابر زیاتوي چې درې نورې سمندري زېرمې هم په نخښه شوې چې ایني او ایکزون شرکتونو یې پلټنې روانې کړي دي.

بابر د امنیتي اندېښنو په اړه ویلي، د دې کار لپاره به د شرکتونو په لګښت، پوځي او نیمه پوځي کنډکونه جوړ شي چې په تر ګواښ لاندې سیمو کې د کمپنیو محافظت وکړي.

بابر د چین پاکستان اقتصادي لارې (CPEC) د پروژې لپاره ګومارل شوي 15 زره کسیز كنډک ته په اشاره زیاتوي: "هماغه کار به وکړو چې د چین پاکستان د اقتصادي لارې لپاره شوی وو."

پاکستان دغه راز غواړي سرمایه کارانو ته د قوانینو په برخه کې د باور ورکولو لپاره د ځینو نویو اقداماتو له لارې ډاډ ورکړي چې هغوی ته د اسانتیا ورکولو حقوق به د حکومت د تګلارو د تغییر تر اثر لاندې نه راځي.

Recommended

XS
SM
MD
LG