د پاکستان هوایي ځواک (پي ای اېف) د JF-17 اوږد واټن ویشوتونکي وسلې او ډیرې مهمې جنګي الوتکې چې په اعلی وسلو سمبالې دي، په کامیابۍ سره ازمویلي.
دپاکستان دپوځ مطبوعاتي څانګې یا ايي اېس پي ار ویلي: " دا وسلې د پاکستان د ساینس پوهانو او انجنیرانو د ډیرو هڅو په ترڅ کې جوړې شوي او په بریالیتوب سره ازموېل شوي"
د پاکستان د پوځ تر مخه دغې ازموینې او چمتووالې دوي ډاډمنه کړي چې کولای شي په اسانۍ سره د شپې یا د ورځې خپل هدف په نخښه کړي.
د پاکستان د هوايي ځواک مشر، مجاهد انور خان رسنیو ته وویل چې دا د هیواد لپاره بل مهم پړاو دی. هغه وويل که د مخالفينو له خوا د يرغل لاندې وي، نو پاکستان به ورته په بشپړ توان ځواب ووايي.
د پاکستان د جی ایف(17 ) تندر جټ د جنګي الوتکې په توګه مشهوره ده، چې په مستقیم ډول یې د پاکستان ایرونټیکل کمپلیکس، کامرا لخوا د چین په همکارۍ جوړه شوې ده.
د (JF-17) تندر الوتکې د پاکستان او هند ترمنځ د وروستي تاوتریخوالي وروسته ډیر د پام وړ ګرځيدلي.
د سي این این راپور ویلي چې د (JF-17) هغه جنګی جټ دی چې په دپاکستان دانتظام لاندې جمو او کشمیر کې د هند جنګي الوتکه یې نسکوره کړې وه، خو هند ادعا کوي چې پاکستان د(F-16s) له لارې د هند الوتکه نسکوره کړی وه.
د پاکستان هوايي ځواک تېر کال د اګست میاشتې کې خپل (JF-17) تندر جنګي الوتکې د پولانډ راډوم ساکډو نړیوال هوايي ډګر کې نندارې ته وړاندې کړې وې.
د رسنیو د راپورونو له مخه بلې لورې ته هند په خپله خاوره د پاکستان او چین پولې ته څېرمه 110پوځي پناه ځایونه یا شېلټرونه جوړوي چې وتوانیږي د دښمن له لورې د ممکنه حملې دفاع لپاره چمتو وي.
د دغو شېلټرونو دېوالونه به دومره سخت او کانکریټي وي چې درنې او سختې وسلې به هم پرې اثر نه کوي. د دغې پروژې لګښت به 5,000 کړوړه هندي کلدارې وي.
هند او پاکستان تر دې دمه له یو بل سره درې غټ جنګونه او یو شمېر وړې جګړې کړي او په وروستیو کښې د دوی د ایټمي وسلو سیالي نوره هم چټکه شوې ده.
هند تېر کال خپله نوې جنګي تګلاره هم اعلان کړې وه چې ترمخه یې د جنګ په صورت کښې به په پاکستان باندې د ایټمي وسلې برید لومړی هغوی کوي.
دواړه ګاونډي هیوادونه تر 100 زیات ایټمي بمونه لري او د دغو بمونو یو بل باندې د غورځولو لپاره د ځمکې، هوا او د اوبو له لارې ذریعې پیدا کوي.