لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایي سي سي:دهند دکرکټ لوبغاړو دپوځي خولیو پسرؤلو باقاعده اجازه اخستې وه


د کرکټ نړیوال کونسل( ایي سي سي) ویلي دي چې د اسټریلیا په ضد دکرکټ یو ورځنۍ سیالۍ کې د هند لوبغاړو پوځي خولۍ ددغه کونسل په اجازه پسر کړې وې .

په اتم مارچ اسټریلیا سره دکرکټ دسیالۍ په مهال دهندي لوبغاړو لخوا دپوځي خولیو په پسرولو پاکستان سخت قهریدلی ؤ اؤ دکرکټ دنړیوال کونسل څخه یې دهندي لوبغاړو ددې اقدام په ضد دکارروایۍ کولو غوښتنه کړې وه.

خو نړیوال خبري اژانس ای پي پخپل یو راپور کې ویلي چې دپاکستان دغصې په هکله کله دغه اژانس د کرکټ دنړیوال کونسل سره تماس ونیولو نو د ایي سي سي ویاند ورته وویل چې هندي لوبغاړو دپوځي خولیو پسر کولو دپاره په رسمي ډول دکرکټ نړیوال کونسل څخه اجازه ترلاسه کړه وه.

ویاند وویل دهندي لوبغاړو مقصد دپلوامه په ځانمرګي برید کې د وژل شوؤ دکورنیو دپاره مرستې راټولول وؤ اؤ ایي سي سي ورته ددې اجازه ورکړې وه.

خو دپاکستان دولتي چارواکو اؤ دکرکټ بورډ مشر احسان ماني دهندي لوبډلې دپوځي خولیو پسرؤلو اقدام لوبو ته دسیاست ورګډؤلو په معنا بللی ؤ اؤ دکرکټ نړیوال کونسل نه یې غوښتنه کړې وه چې دهندي لوبډلې په ضد ګامونه واخلي.

دکرکټ دنړیوال کونسل د ویاند په څرګندونو په سمدستي توګه دپاکستان چارواکو یا دکرکټ بورډ خپل غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې دپاکستان کرکټ بورډ مشر احسان ماني ویلي وؤ چې دکرکټ دنړیوال کونسل مخې ته یې دا معامله په شدت سره راپورته کړې ده.

هند په ۱۴مه فرورۍ پلوامه کې دشوي ځانمرګي برید په پاکستان وراړولی چې ۴۹ هندي سرتیري پکې وژل شوي وؤ خو پاکستان یې له منلو انکار کړی اؤ په موجوده وخت کې د دواړو هیوادونو اړیکې سختې تاوژنې شوې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG