لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شاه محمود:بهرنیو ځواکونو ته افغانستان څخه په ذمه وارانه توګه وتل پکار دي


دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر ښاغلي شاه محمود قریشي ویلي پاکستان دافغانستان دننه دسولې په لړ کې یو مهم کردار ادا کړی اؤ غواړي چې بهرني ځواکونه باید دافغانستان څخه په ذمه دمه وارانه توګه ووځي.

دنهې په ورځ اسلام اباد کې دالمان د بهرنیو چارو سره خبرو کې ښاغلي قریشي ویلي پاکستان افغانستان کې مدام دخبرو اترو دلارې په دسولې اؤ امن په ټینګښت ټینګار کړی خو له ښه مرغه اوس نړۍ دپاکستان د دریځ ملاتړ کړی اؤ افغانستان کې دسولې هڅې یو مهم پړاؤ ته ننوتلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد په دوحه کې طالبانو سره دسولې په اړوند د شپاړسو ورځو اوږدې خبرې کړي دي اؤ پرون یې په ټوئټر لیکلي چې په دغو خبرو کې “حقیقي پرمختګونه” شوي دي

زلمي خلیل زاد ویلي طالبانو سره یې د افغانستان دخاورې دترهګرۍ دمقصدونو دپاره د نه کارول کیدلو اؤ دبهرنیو ځواکونو د وتلو په څرنګوالي بشپړې خبرې کړي اؤ دواړه خواوې یو اتفاق ته هم رسیدلي دي خو دنورو مشورو دپاره به هغه اوس واشنګټن ته ځي.

دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر وویل افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو په ذمه وارانه توګه وتل دپاکستان اؤ ټولې سیمې په ګټه ده.

په دغه موقعه د المان دبهرنیو چارو وزیر هایکو ماس ویلي دطالبانو اؤ امریکا ترمینځ دسولې خبرو کې شوي پرمختګونه د ستائیلو دي خو افغان دولت هم باید د سولې خبرو کې ګډون ولري.

هغه دافغان سولې په لړ کې دپاکستان د کردار ستائنه کړې اؤ ویلي یې دي چې پاکستان افغانستان کې دسولې په ټینګښت کې مهم کردار لري.

دنهې په ورځ امریکایي استازي زلمي خلیلزاد هم په ټوئټر خپلو خبرو کې ویلي چې کله افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو د وتلو په مهال ویش او د ترهګرۍ ضد په ضمانتونو لوظنامې ته غوڅ شکل ورکړی شي نو طالبان او د حکومت په شمول نور افغانان به د سیاسي جورجاړي او د جامع ډزبندۍ دپاره بین الافغاني مذاکرات پېل کړي.

خو په عین وخت کې دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پخپل یو بیان کې ویلي چې دقطر په غونډه کې په اور بند او د کابل ادارې سره په مذاکراتو هیڅ کومه فیصله نه ده شوې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG