لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اشرف غني ځواکونو ته:دعامو خلکو وژنې نورې نشم زغملی


دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني دافغانستان امنیتي اؤ دفاعي ځواکونو اؤ دبهرنیو پوځونو استازو ته واضحه کړې ده چې په پوځي عملیاتو کې دعامو وګړو وژنه دهغه حکومت ته هیڅکله دمنلو وړ نه ده اؤ نوره باید عملیاتو کې دعامو وګړو د وژنو مخه ونیول شي.

دافغانستان دصدارتي ماڼۍ دبیان له مخې دچهارشنبې په ورځ په ارګ کې د ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ د عملیاتو په جریان کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي په موخه فوق العاده امنیتي غونډه جوړه شوه چې پکې دافغانستان د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو او د غوڅ ملاتړ ماموریت استازو برخه لرله.

په دغه غونډه کې ولسمشر اشرف غني د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د زړورتیا او سرښندنو د ستاینې ترڅنګ وویل، ملکي تلفات یا دعامو خلکو وژنې د جګړې له بدبختیو څخه دي چې هغه او د حکومت نورو مسوولینو ته یې د منلو او زغم وړ نه دی.

دبیان له مخې ولسمشر اشرف غني د امنیتي او دفاعي بنسټونو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره دې د عملیاتو د ترسره کېدو پر میکانیزمونو او د شیوې پر بدلون جدي غور او په راتلونکي غوڼده کې دې د ملکي تلفاتو د مخنیوي په اړه مشخص وړاندیزونه وکړي.

په دې وروستیو کې په افغانستان کې دپوځي عملیاتو په مهال دعامو وګړو په وژنه داشرف غني په حکومت نیوکې زیاتې شوي اؤ دا وړومبی ځل دی چې ولسمشر غني دافغانستان اؤ بهرنیو ځواکونو مشران مخامخ کښینولي اؤ هغوئ ته یې دخپلو پوځي عملیاتو دمیکانیزم بدلولو وینا کړې ده.

ملګرو ملتونو هم په افغانستان کې دعامو وګرو وژنو کې په اضافې اندېښنه ښودلې اؤ ویلي یې دي چې د۱۷ کلنې جګړې په مهال افغانستان کې تیر پینځه کاله دملکي تلفاتو له پلوه ډیر خونړي پاتې شوي دي.

په افغانستان کې د یوناما دفتر تیرکال پخپل یو راپور کې ویلي وؤ چې عامو وګړو ته ٦٥ فیصد تلفات د حکومت مخالف وسله والو د لاسه شوې دي، ٣٥ فیصد د طالبانو، ٢٥ فیصد د داعش او پنځه فیصد د نورو وسله والو ډلو دلاسه شوې دي.

XS
SM
MD
LG