لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نیوزي لینډ دبرید اتل راشد نعیم اؤ هغه زوئ کرائسټ چرچ کې خاورو ته سپارل کیږي


دنیوزي لینډ په کرائسټ چرچ ښار کې د جومات دننه دشوي برید په مهال د اتل درجه موندونکې راشد نعیم اؤ دهغه د زلمي زوئ جسدونه هم په نیوزي لینډ کې خاورو ته راسپارل کیږي.

دپاکستان دبهرنیو چارو د وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل پخپل یو ټوئټ کې پخپلی کړی دی چې د راشد نعیم اؤ دهغه زوئ طلحه دجسدونو په کرائسټ چرچ کې د کفن دفن تابیا نیول شوې اؤ دغلته میشت مسلمانان اؤ پاکستاني سازمانونه دهغه خاورو ته په سپارلو کې کومک کوي.

۵۱کلن راشد نعیم د پاکستان دخیبر پښتونخوا دایبټ اباد سیمې سره تعلق لرلو اؤ دتیرې جمعې په ورځ په کرائسټ چرچ ښار کې په دوؤ جوماتونو دحملې په مهال هغه دخپل ځوان زوئ طلحه سره یو ځائ دترهګر په ډزو وژل شوی ؤ.

عیني شاهدان وایي چې ددغه برید په مهال راشد نعیم پخپله ټوله مړانه د برید کوونکي مخې ته ورغلی ؤ اؤ دهغه په راقابو کولو کې یې مرسته کړې وه.

دترهګر په ډزو کې پخپله راشد نعیم هم سخت ژوبل شوی ؤ چې وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړې وه.

دایبټ اباد په جناح اباد سیمه کې میشت د راشد نعیم دکورنۍ غړو دخالي په ورځ‌ وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي وؤ چې هغوئ د راشد نعیم اؤ د هغه د زوئ خپل پلرني کلي کې تدفین ته انتظامات نیولي خو غوڅه پرېکړه به د هغه میرمن کوي چې جسدونه پاکستان ته راوړي که نیوزي لینډ کې یې خاورو ته سپاري.

سرچینې وایي د راشد نعیم کونډې دخپل خاوند اؤ زلمي زوئ دجسدونو په کرائسټ چرچ کې خاورو ته دسپارلو پرېکړه کړې اؤ اوس هلته دهغوئ دتدفین دپاره انتظامات روان دي.

راشد نعیم څوک ؤ؟

دنعیم راشد په هکله ویل کیږي چې هغه په نیوزي لینډ کې د یو پوهنتون استاد ؤ اؤ په دې ترهګریز برید کې وژل شوی دهغه زوئ طلحه تازه تازه دانجنئرنګ سبق سرته رسولی ؤ.

د نعیم راشد کورنۍ ته نزدې سرچینو وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي چې د ۵۱کلن نعیم راشد تعلق دایبټ اباد دجناح اباد سیمې سره ؤ اؤ هغه په کال ۲۰۰۹م کې دپاکستان نه نیوزي لینډ ته دپي‌ایچ ډي ډګرۍ ترلاسه کولو دپاره تللی ؤ اؤ دغلته یې یو پوهنتون کې د استاد په توګه دنده ترسره کوله.

ښاغلي راشد نیوزي لینډ ته له تګ وړاندې پاکستان کې دیو بانک دننه ملازمت کولو اؤ بیا دوبۍ ته تللی اؤ هلته یې هم ترڅه مودې په یو بانک کې په ښه عهده نوکري پیل کړې وه.

د راشد نعیم ورور ډاکټر خورشید عالم د وائس اف امریکه خبریال احسان محمد خان ته ویلي چې ښاغلی راشد نعیم په وروستي ځل میاشت یوه نیمه وړاندې دخپل فامیل سره ایبټ اباد ته راغلی ؤ دلته یې دخپلې کورنۍ سره وختونه تیر کړي وؤ.

هغه درې زامن لرل چې مشری زوئ طلحه یې په دې ترهګریز برید کې وژل شوی اؤ دوه زامن ترې یتیمان پاتې شوي د

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG