لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان،افغانستان سره لګیدلې پوله دکومو اندېښنو په اساس خوندي کوي؟


دپاکستان حکومت دافغانستان سره دخپلې لګیدلې پولې خوندي کولو اؤ د پوځ اؤ نورو امنیتي ادارو دتوان سیوا کولو دپاره د راتلونکي مالي کال ۲۰۲۰-۲۰۱۹ په بودیجه کې د۴۳.۷ اربو روپو اېښودلو منظوري ورکړې ده.

څېړونکي وایي اسلام اباد اندېښمن دی چې که افغانستان څخه دامریکایي ځواکونو له وتلو وروسته دغلته بیا یوه کورنۍ جګړه پیل کیږي نو ترټولو بدې اغیزې به یې په پاکستان کیږي ځکه نو اسلام اباد غواړي چې له اوسه افغانستان سره خپله لګیدلې پوله خوندي کړي.

دپاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې داتوار په ورځ پخپل یو راپور کې دپاکستان د کورنیو چارو د وزارت په حواله لیکلي چې دپاکستان وسله وال ځواکونه اؤ نورې امنیتي ادارې د تیرو ۱۵ؤ کالو راهسې دترهګرۍ په ضد په جګړه بوخت دي اؤ دپاکستان پوځ په ضرب عضب اؤ ردالفساد عملیات کې بې کچه بریالیتوبونه ترلاسه کړي دي.

چارواکو ویلي چې حکومت غواړي افغانستان سره لګیدلې خپله غربي پوله نوره هم خوندي کړي اؤ افغانستان څخه دترهګرو دلاس وهنې مخه ونیسي.

خو دافغانستان په چارو ژور نظر لرونکي خبریال ښاغلي مشتاق یوسفزی وایي اوس چې افغانستان کې دسولې په اړوند دامریکا اؤ طالبانو ترمینځ کوم دسولې تړون کیږي دهغې تر مخه پاکستان داحتیاط په توګه وړاندې له وړاندې افغانستان سره خپلې پولې خوندي کول غواړي.

وائس اف امریکا ډیوه سره خبرو کې ښاغلي مشتاق یوسفزي وویل تر دې مهاله چې دطالبانو اؤ امریکا ترمینځ دسولې کومې خبرې شوې یا په ماسکو کې دافغان سیاسي مشرانو کومه غونډه شوې داطلاعاتو له مخې په هغې کې دافغانستان دپاره په یو داسې لنډ مهاله دولت جوړولو صلاح راغلې ده چې ټولې خواوې به پکې برخه ولري.

دښاغلي یوسفزي په وینا داسې پاخه اطلاعات هم شته چې طالبان به د نوي لنډمهاله نیغ په نیغه برخه نه وي خو دقطر په مزاکراتو کې په دې خبره اتفاق شوی چې دغه دولت کې به هغه اشخاص شامل وي چې نومونه یې طالبان امریکا ته وسپاري.

نوموړي خبریال وویل افغان دولت په ښکاره ډول دلنډمهاله حکومت سره اختلاف ښودلی اؤ که چرې نوی لنډ مهاله دولت جوړشي، اؤ له هغې وروسته بهرني ځواکونه دافغانستان څخه اوځي نو ویره ده چې یو ځل بیا په دولت داختلاف په سر کورني جنګونه پیل شي.

هغه وویل دپاکستان حکومت هم دغه ممکنه ګواښ د وړاندې څخه په نظر کې نیولی اؤ په دې پوهیږي چې د سردوباره جګړې پیل کیدلو بدې اغیزې به نیغ په نیغه په پاکستان کیږي اؤ عین ممکن چې دجنګونو دلاسه به په لکونو افغانان دپاکستان مخه وکړي ځکه نو پاکستان د اوس نه خپلې پولې خوندي کوي.

دافغان پولې دخوندي کولو اؤ دپوځ د توان سیوا کولو ترڅنګ راتلونکي مالي کال کې به دپاکستان د ټولې پنګې څخه ۳۲.۵ اربه روپۍ په غیرمختیايي لګښتونو اؤ۱۱ږ۲۴ اربه روپۍ په پرمختیاتي چارو مصرفولی شي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲۵ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG