لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د هند پر وړاندې د کرکټ مقدمه وبایلله


واشنګټن: د پاکستان د کرکټ بورډ چېرمن احسان ماني ویلي، د هند پرضد یې د کرکټ په نړیوالې شورا کې خپله مقدمه بایللې او هند ته یې ۱.۶ میلیونه ډالره په تاوان کې ورکړي.

دغه خبر د پرس ټرسټ اف انډیا لخوا د ګل یا دوشنبې په ورځ خپور شوی.

پاکستان د هندوستان کرکټ بورډ (بي سي سي آی) پر وړاندې د تاوان کېس تېر کال د آی سي سي د لانجو د حل کمېټې ته د ۷۰ میلیونو ډالرو په ارزښت وړاندې کړی وو.

د پاکستان کرکټ بورد له بي سي سي آی څخه دا زیاتې پېسې ددې لپاره غوښتلې چې ددغو دوو بوردونو ترمنځ لاسلیک شوي تړون ته درناوی نه وو شوی.

ددغه تړون له مخې ټاکل شوې وه چې هند او پاکستان د ۲۰۱۵ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ په شپږو دوه اړخیزو سېریسونو کې لوبې وکړي خو بي سي سي ددې په چمتو کولو کې پاتې راغی.

د هندوستان د کرکټ بورډ ویلي، دوی ځکه ونشو کړای چې له پاکستان سره لوبې وکړي ځکه د هند حکومت ورته اجازه ور نه کړه.

هندوستان دا هم رد کړیدي چې ګواکې د پاکستان د بورډ ادعاوې دې حقوقي اړخ ولري.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG