دخیبر پښتونخوا په ډيره اسماعیل خان سیمه کې دپولیسو په ګاډي بمي برید کې دیو پولیس افسر اؤ دوؤ عسکرو په ګډون څلور کسان ژوبل شوي دي چې پکې د یو عسکر حالت مرګونی ښودل ښودل کیږي.
د ډیره اسماعیل خان دپولیسو ضلعي مشر سلیم ریاض رسنیو ته ویلي دغه برید د ګل په ورځ د ډيره اسماعیل خان په پرووا تحصیل کې دپولیسو په ګاډي هغه مهال شوی چې پولیس په ګزمه بوخت وؤ.
دپولیسو مشر وویل بم ریموټ کنټرول ؤ اؤ په یو سائیکل کې اېښودل شوی ؤ کله چې دپولیسو ګاډی ددغه سائیسکل سره نزدې تیریدلو نو بم پرې چول شوی دی.
هغه وویل په چاودنه کې یو سب انسپکټر، دوه پولیس عسکر اؤ یو لاروی ژوبل شوي چې د علاج دپاره ضلعي روغتون ته رسول شوي دي.
د روغتون سرچینو وائس اف امریکه ډيوه ته ویلي پېښه کې د ژوبل شوي یو عسکر ټپونه سخت دي اؤ دهغه ژوندي پاتې کیدل به له یوې معجزې کم نه وي.
تر اوسه ددې چاودنې ذمه واري کومې ډلې پغاړه نه ده اخستې اؤ پولیس وایي چې دپېښې پلټنې یې پیل کړي دي.
تر دې وړاندې دتیرې میاشتې په ۱۲مه نېټه هم د ډيره اسماعیل په همدې سیمه کې دپولیسو په یو ګاډي دنامعلومو وسله والو په برید کې د ایس ایچ او په ګډون پینځه پولیس وژل شوي اؤ دوه لاروي ژوبل شوي وؤ.
خیبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان اؤ نورو بیلابیلو سیمو کې تر دې وړاندې هم په پوځ اؤ پولیسو دغسې ترهګریز بریدونه شوي چې پکې په سوونو پوځي اؤ پولیس افسران اؤ زلمي وژل شوي .
په دغو بریدونو کې د زیاترو پړه تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخستې ده.